ظریفه غفاري: زما د پلار وژونکي طالبان او د پاکستان استخبارات دي

د ښځو حقونو فعاله او د میدان ښار ښارواله ظریفه غفاري

د ښځو حقونو یوې فعالې او د میدان ښار ښاروالې د خپل پلار وژنه کې هغه څوک پړه وبلل چې د دې په وینا د پنځو زرو طالب بندیانو پرېښودو ته یې لار جوړه کړې ده.

ظریفې غفاري دا څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د خواخوږۍ پیغام ته په غبرګون کې، آزادۍ راډیو ته وکړې.

غفاري زیاته کړه: "زما لپاره ټول هغه خلک ګناهکار دي، چې لږ تر لږه د ۵۰۰۰ طالبانو او قاتلانو په خوشې کولو کې لاس درلود، دا زما د پلار ترور د همدغو خلکو په واسطه شوی دی."

د آغلې غفاري پلار عبدالواسع غفاري چې د پوځ جګپوړی افسر و، د پنجشنبې په ورځ په کابل کې ناپېژاندو وسله والو وواژه.

ظریفې غفاري ته سږکال پسرلي کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د زړورو مېرمنو جایزه ورکړې وه.

پخپله هغه هم د ښاروالۍ پر دنده له ګومارل کېدو راهیسې څو وارې له وسله والو بریدونو او پر له پسې ګواښونو سره مخامخ شوې ده.

اغلې غفاري د خپل پلار وژونکي وسله وال طالبان او د پاکستان استخبارات وبلل.