نن د امریکا ولسمشرۍ انتخابات ترسره کېږي

د امریکا د ولسمشرۍ په سږنیو انتخاباتو کې شااوخوا ۲۴۰ میلیونه وګړي د رای ورکولو په شرایطو برابر دي.

د امریکا د ولسمشرۍ د دوو کاندیدانو ترمنځ د ټاکونکې سیالۍ ورځ. دواړه پر یو بل له میاشتو میاشتو نیوکو وروسته نن د مبارزې اصلي ډګر ته ځي.

د کرونا د وبا سربېره به میلونونه امریکایان رایې ورکړي چې په پایله کې به‌یې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د امریکا مشرتابه وټاکي.

رسنۍ وايي چې د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن او مرستیاله‌یې کامالا هارس به نن له خپلو ژوند شریکو سره په پنسلوانیا کې رایې ورکړي.

ولسمشر ټرمپ تېره شنبې په فلوریډا کې رایه ورکړې وه.

د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د دې هېواد ایالتونه په درې ګټګوریو وېشل کېږي، سره رنګي د جمهوري غوښتونکو ملاتړي، ابي د ډیموکراتانو ملاتړي او زیړ ټال وهونکي یا بدلېدونکي ایالتونه وي. همدا زیړ بدلېدونکي ایالتونه ډېر کله د امریکا د ولسمشر برخلیک ټاکي.

ډونالد ټرمپ او جوبایډن

سږ کال فلوریدا، میشیګان، اوهایو، جورجیا او ارېزونا د تکزاس ترڅنګ د ګټونکي کاندید لپاره برخلیک ټاکونکي دي.

د امریکا د ولسمشرۍ په سږنیو انتخاباتو کې شااوخوا ۲۴۰ میلیونه وګړي د رای ورکولو په شرایطو برابر دي. امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې له دوی څخه به په سلو کې ۶۵ په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

د دوشنبې تر ورځې پورې نږدې ۹۷ میلیونه امریکایانو د خپلې خوښې کاندید ته تر وخت مخکې رایې ورکړې وې. دا شمېر د ۲۰۱۶ م کال په انتخاباتو کې د ټولو رأی ورکوونکو له درې برخو څخه د دوو برابر دی.

په عمومي توګه هغې انتخاباتو کې ۱۳۵ میلیونه وګړو رایې ورکړې وې.

د امریکا غږ د راپور په اساس په رأی ورکوونکو کې یوازې ۱۵ میلیونه هغه کسان شامل دي چې دې تېرو ۴ کلونو په موده کې ۱۸ کلن شوي او د رأی ورکولو په شرایطو برابر شوي دي.

په امریکا کې له وخت مخکې رأی ورکونې بهیر

په امریکا کې د ۱۹۹۴ م کال راهیسې تر اوسه د امریکا ولسمشران پرله‌پسې دوه دورې په واک کې پاتې شوي دي. یوازې د جورج ډبیلو بوش پلار جورج اېچ ډ‌بیلو بوش د ۱۹۹۴ م کال په انتخاباتو کې د څلور کلنې دورې له پوره کولو وروسته د بېل کلېنټن په وړاندې ماتې وخوړه.

اوس معتبرې امریکايي رسنۍ د ولسمشر ټرمپ د محبوبیت د کمېدو خبر ورکوي. دې رسنیو په ۲۰۱۶ م کال کې وړاندوینه کړې وه چې د هېلري کلېنټن ملاتړ تر ټرمپ زیات دی، خو په انتخاباتو کې کلېنټن ماتې وخوړه.

نن د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره په یو وخت امریکا د دې هېواد د سنا غړو ته هم رایې ورکوي چې د شپږ راتلونکو کلونو لپاره ټاکل کېږي.