د کابل نننۍ پېښه بېلابېلو لورو په کلکه غندلې

پر کابل پوهنتون برید کې د کورنیو چارو وزارت په وینا ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په کابل پوهنتون کې نننۍ برید د درې بریدکوونکو په وژلو پای ته ورسېد.دا خبره د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته کړې.

ښاغلي آرین نه‌دي ویلي چې وژل شوي او ټپیان څوک دي، خو ویلي یې دي په دې پېښه کې ۱۹ تنه وژل شوي او ۲۲ تنه نور ټپیان دي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی چې د پېښې پر مهال په درسي خونه کې و، ازادي راډیو ته وویل چې ډېره مرګ ژوبله د دوی د پوهنځي محصلینو ته هم رسیدلې چې تر اوسه یې دقیق شمېر نه‌دی معلوم.

د کابل نننۍ پېښه مختلفو لورو په کلکه غندلې.

په افغانستان کې د ناټو لوړپوړي ملکي استازي سټیفانو پونتیکوروو په یوه ټویټ کې د دغې پېښې د غندنې ترڅنګ ویلي چې دا په لسو ورځو کې په کابل کې پر تعلیمي موسسو دوهم برید دی. د هغه په وینا افغان ماشومان او ځوانان اړتیا لري چې ښوونځي ته د تګ پر مهال ځانونه خوندي احساس کړي.

طالبانو هم دغه برید چې تر اوسه یې مسؤلیت چا یا کومې ډلې نه دی اخېستی، په کلکه غندلی دی.