کورنیو چارو وزارت: کابل پوهنتون کې د بریدګرو د ځپلو لپاره احتیاط کوو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په کابل پوهنتون کې د برید کونکو د ځپلو لپاره له احتیاطه کار اخېستل کیږي چې محصلانو او نورو تو زیان ونه رسېږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډیو ته وویل، نن د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۲مه) له غرمې مخکې یو شمیر وسله وال چې هغه یې شمیر یاد نه کړ، د پوهنتون انګر ته دننه شوي او ډزې کوي.

ښاغلي ارین زیاته کړه: "د دې لپاره چې محصلانو او هغوی ته چې په داخل کې دي، زیان ونه رسېږي له ډېر احتیاطه کار اخېستل کېږي او د ترهګرو د ځپلو لپاره له هر امکانه استفاده کیږي."

ښاغلي ارین د دې پیښې نور جزئیات ورنه کړل خو یوازې دومره یې وویل چې ځانګړي ځواکونه او پولیس په سیمه کې دي او وروسته به د پیښې جزئیات له رسنیو سره شریک کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزرات مرستیال ویاند نورالله ترکي رسنیو ته په استولي خبرپاڼه کې ویلي چې د پیښې اته ټپیان روغتونونه ته انتقال شوي دي.

له دې مخکې یو شمېر عیني شاهدانو ازادي راډیو ته ویلي و چې ډزې د حقوقو پوهنځي ته نږدې اوریدل کیږي.

طالبانو په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.