پاکستاني رسنۍ: افغانستان ته څه د پاسه ۱۳ سلنه صادرات کم شوي

جواد دبیر هم وايي، په روان کال کې له پاکستان سره سوداګریزې اړیکې د نورو کلونو پرتله کمې شوي.

د روان میلادي کال لومړۍ ربع کې یې افغانستان ته ۱۳.۹۸ سلنه صادرات را کم شوي دي.

دا خبر پاکستاني رسنیو خپور کړی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت هم وايي، په روان کال کې له پاکستان سره سوداګریزې اړیکې د نورو کلونو پرتله کمې شوي دي.

د دې وزارت ویاند جواد دبیر ازادي راډیو ته د منځنۍ اسیا، ایران، چین، هند او یو شمېر نورو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ پراخېدل او د کرونا وېروس خپرېدل پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ اړیکې د راکمېدو عمده لاملونه بللې دي.

که څه هم د افغانستان سوداګرۍ او صنعت وزارت له پاکستانه افغانستان ته د صادراتو کمښت برخه کې د روان کال شمېرې نهلري، خو وايي چې په ۱۳۹۷ هجري لمریز کال کې له پاکستانه افغانستان ته د دوه میلیاردو په ارزښت واردات شوي، خو په ۱۳۹۸ هجري لمریز کال کې دا شمېر نیمو ته راټیټ شوی دی او ښايي سږکال له نیمه هم راکم شي.