نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟

ځینې نړیوالې ورځپاڼې

  • واشنګتن پوسټ

واشنګتن پوسټ ورځپاڼې د دوو ورونو برخلیک ته اشاره کړې ده چې یو یې دوه کاله مخکې په کابل کې په ځان وژونکي برید کې ټپي شو او د شنبې په ورځ د کوثر دانش په ښوونیز مرکز کې د ده کشر ورور ساه ورکړه.

ورځپاڼه لیکي، د ۲۰۱۸ کال پسرلی و چې محمد رضا بهادري د کابل په لویدیځ کې له یوه روزنیز مرکز څخه ووت او په یوه ځان مرګي برید ټپی شو.

دی چې کله روغ شو د کانکور ازموینه یې ورکړه او کابل پوهنتون ته بریالی شو.

د دې مقالې لیکوال لیکي، وروسته بیا ده خپل ورور غلام عباس چې رمضاني تخلص کوي، وهڅاوه چې د کابل د طبي علومو پوهنتون ته د بریالیتوب لپاره د کانکور چمتوالي کورس ته ورشي.

د ورځپاڼې په باور رمضاني د شنبې په ورځ (د لړم دریمه) د کابل په دانش کوثر روزنیز مرکز کې ووژل شو او هیلې یې تر خاورو لاندې شوې.

دی د هغو ۲۴ قربانیانو له ډلې څخه وو چې د داعش په برید کې ووژل شو.

واشنګتن پوسټ د کابل په ختیځ کې چې ډېر په کې شیعه ژوند کوي د داعش بریدونو ته اشاره کوي چې په زیاتېدو دي او لیکي، په دې ناوړه بریدونو کې روزنیز مرکزونه، ښوونځي، مذهبي مراسم او د ورزش ځایونه په نښه کېږي.

که څه هم طالبانو ویلي دي چې دوی دا برید نه دی کړی، خو واشنګتن پوسټ د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال امر اله صالح خبرې رااخیستې دي چې وایي، طالبان او د اسلامي دولت د خراسان څانګه د داسې بریدونو په ترسره کولو کې ورته نظر لري.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز بیا د جګړې د نورو قربانیانو په اړه لیکنه کړې ده.

دا ورځپاڼه د افغانستان د دولت له لورې د هغو کسانو د کورنیو غړیو ته د تاوان ورکولو پر مسئلې لیکنه کړې ده چې د هوایي بمباریو پر مهال وژل شوې دي.

ورځپانه د کندز د اوسېدونکي غلام محي الدین رباني وضعیت ته پاملرنه کړې ده چې د جنوري په میاشت کې یې پلار، مور او د کورنۍ درې غړي د هوایي بمبارۍ پرمهال ووژل شول.

غلام محي الدین رباني نیویارک ټایمز ته ویلي دي، په تېرو شپږو میاشتو کې د کندز حکومتي ادارو ته ورغلی دی خو چارواکو ورته ویلي دي چې تر اوسه د غرامت د ورکولو برخلیک نه دی معلوم.

وړاندې په لیکنه کې راغلې دي چې د رباني په څېر په تېر یوه کال کې د زرګونو کورنیو برخلیک څرګند نه دی او د حکومت له لوري له دوی سره مرستې نه دي شوي.

د افغانستان حکومت هر ملکي ته چې د افغان، امریکایي یا هم د یاغیانو د بریدونو پرمهال وژل کېږي یوزر درې سوه ډالر ورکوي او ټپي ته شپږ سوه پنځوس ډالره.

خو د قربانیانو اکثر کورنۍ نه پوهېږي چې دا پیسې څه شوې دي او څرنګه خپل حق ترلاسه کړي.

د یو شمېر افغان چارواکو او د بشري حقونو د ډلو په وینا، د افغانستان حکومت په تېر یو کال کې نه دی توانېدلی چې له هغو کورنیو سره چې خپل خپلوان یې د هوایي بریدونو پر مهال وژل شوي دي مالي مرستې وکړي.