ملي امنیت: غزني کې د القاعده شبکې یو مهم غړی وژل شوی

ارشیف

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وایي، غزني کې یې د القاعده شبکې یو مهم غړی وژلی دی.

دغه ریاست تېر ماخوستن پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې ابو محسن المصري د دوی د ځانګړو عملیاتو په پایله کې وژل شوی.

دوی د عملیاتو کره وخت او دقیق ځای نه‌دی مشخص کړی.

ملي امنیت المصري د هند نیمې لویې وچې لپاره د القاعده شبکې کلیدي غړی یاد کړی دی.