د روسیې پوځي استخباراتو پر مشر او یوه افسر د اروپايي ټولنې او بریتانیا بندیزونه

(ښی-کین) د اروپايي ټولنې او بریتانیا بیرغونه

اروپايي ټولنې او بریتانیا د روسیې پر هغو استخباراتي ادارو چې د جرمني پر ولسي جرګې په پنځه کاله مخکې سایبري برید کې ښکېل بلل شوي، بندیزونه لګولي دي.

دغه بندیزونه پرون د اکټوبر په ۲۲مه د روسیې د پوځي استخباراتو د ادارې (GRU) پر مشر او یوه افسر ولګول شول.

د اروپايي ټولنې رسمي ژورنال پرون د هغو کسانو او ادارو لېست خپور کړ چې د ۲۰۱۵ کال په اپرېل او مې میاشتو کې یې د جرمني د پارلمان پر ولسي جرګې یا بوندیستګ (Bundestag) په سایبري برید کې لاس لاره یا مسؤل وو.

د اروپايي ټولنې شورا وايي چې د دې برید پر مهال د پارلمان د معلوماتو سیستم د څو ورځو لپاره له کاره ولوېد، د پام وړ ډېټا یا معلومات‌یې غلا شول او د پارلمان د ګڼو غړو چې صدراعظمه انګلا مېرکل هم په‌کې وه، اېمېلونه زیانمن شول.

د جرمني ولسي جرګه

له دې اعلان لنډه شېبه وروسته د بریتانیا حکومت هم وویل چې د اروپايي ټولنې بندیزونو ته ورته اقدامات کوي.

د بهرنیو چارو وزیر دومینیک راب په یو بیان کې وویل چې بریتانیا د جرمني او نورو اروپايي شریکانو ترڅنګ درېږي څو له روسیې سره د هغو سایبري حملو په خاطر حساب کتاب وکړي چې هدف‌یې د لوېدیځې ډيموکراسۍ کمزوري کول دي.

د دې بندیزونو له مخې د «GRU» د مشر ایګور کوستیوکوف او د دې ادارې د یوه افسر دیمیتري بادین پانګې به کنګل شي او لوېدیځ ته د سفر اجازه به نه‌لري. دوی دواړه د دې سایبري برید په ترسره کولو تورن دي.

همداراز اروپايي ټولنې ویلي دي چې د روسیې د پوځي استخباراتو د ادارې افسران په ۲۰۱۸ کال کې په هاګ کې د کیمیاوي وسلو د خپرېدو د مخنیوي د سازمان د وای فای شبکې په هک کولو کې هم ښکېل وو.

د «GRU» پر مشر په ۲۰۱۸ کال کې د روسیې د پخواني جاسوس سیرګي سکریپال او د هغه د لور یولیا د مسمومولو په قضیه کې په برتانیا کې مخکې هم بندیز لګېدلي.

سرګي سکريپال او لور یې یولیا سکريپال

همداراز جرمني څارنوالانو د فینسي بیرز یا خیالي یېږو په نوم د هکرانو په ډله کې د غړيتوب په تور د «GRU» د افسر دیمیتري بادین د نیولو حکم ورکړی. دا ډله په امریکا کې هم تر تعقیب لاندې ده.

د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل په مې میاشت کې وویل، برلین د ۲۰۱۵ کال په سایبري برید کې چې په ترڅ کې یې د دې د دفتر اسناد غلا شول د روسي پوځیانو د لاس لرلو په اړه موثق شواهد لري. هغې دا کار شرموونکی وباله، خو مسکو دا تورونه رد کړي دي.

اروپايي ټولنې او بریتانیا یوه اوونۍ مخکې هم د روسیې د مخکښ سیاستوال او د کرملېن د منتقد الکسي ناوالني د وژنې د هڅې په تړاو د روسیې پر شپږو چارواکو او یوې ادارې د پانګو د کنګل کولو او د سفر د ممنوعیت بندیزونه ولګول.

همداراز پر روس سوداګر ایفګیني پریګوژي چې له کرملېن سره نږدې اړيکې لري د لیبیا په جګړه کې د مشکوکې ونډې د لرلو په خاطر بندیز لګېدلی دی.