د اوزبیکي ژبې ملي ورځ؛ تر اوسه دغې ژبې ته څومره کار شوی؟

ارګ کې د اوزبیکي ژبې د ملي ورځې نمانځغونډې یو انځور

په داسې حال کې چې نن په افغانستان کې د اوزبیکي ژبې ملي ورځ ده ارګ وايي، افغانان باید خپلې ژورې فرهنګي ریښې درک او ګټور اثار تالیف کړي.

له ارګه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه شان ولسمشر غني په اوسنیو شرایطو کې له ټولو ځوانو لیکوالانو څخه غوښتنه کړې چې د علي شېر نوايي او ګوهرشاد بېګم په څېر د خپلو قومونو لپاره نیک نومونه وګټي.

علي شېر نوايي، د اوزبک قوم یو وتلي او نامتو شاعر او لیکوال و همدا شان ګوهر شاد بیګم هم د فرهنګي او ادبي ګړنو سر سخت ملاتړې وه.

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني

تېر کال په ولسمشر غني په ارګ کې د اوزبیک قوم له یو شمېر مشرانو سره په لیدنه کې د تلې (میزان ) ۲۹مه د اوزبیکي ژبې ملي ورځ ونوموله.

خو د تلې (میزان ) ۲۹ مه چې د اوزبیکي ژبې له ملي ورځې سره برابره ده، د ولسمشر غني له لوري دا ګام څومره ګټور و؟

له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د ولسمشر له لوري د اوزبیکي ژبې لپاره د یوې ورځې نومول ښه ګام دی خو د دې ژبې د غني کېدو لپاره تر اوسه هېڅ هم نه دي شوي.

د اوزبیکي ژبې لیکوال او د پوهنتون استاد اسدالله والولجي

هغه زیاته کړه: " زه په دې باور یم چې د دې تشریفاتي خبرو څخه ها خوا زموږ خلک بنسټیزو کارنو ته اړتیا لري، زما په نظر د افغانستان ولسمشر او کابینه یې د دې پر ځای چې شعار ورکړي ښه به وه چې د اوزبیکي ژبې پر ښوونکو یې چې زده کونکو ته درس ورکوي پانګونه کړې وای ډېر به ښه و."

ښاغلی والولجي وايي، اوس هم په هغه سیمو کې چې اوزبیکان ژوند کوي په خپله ژبه ورته د زده کړو زمینه نه ده برابره.

هغه له افغان حکومت څخه په دې برخه کې د جدي اقداماتو خبره وکړه.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش په کابل کې د یوې غونډې پر مهال له ټولو فرهنګي او اکاډمیکو بنسټونو په دې برخه کې د ژورې همکارۍ غوښتنه وکړه.

سرور دانش

دانش زیاتوي: " له ټولو فرهنګي او اکاډمیکو بنسټونو غواړو چې د ټولو ژبو په ځانګړي ډول د اوزبیکی ژبې لپاره له هېڅ ډول هڅو څخه دریغ ونه کړي، د یو اصل او غني فرهنګ جوړول زموږ اساسي دنده ده."

ښاغلی دانش وايي، هر قوم حق لري په خپل ژبه په خپله سیمه کې زده کړې وکړي.

له دې سره هم مهال د افغانستان په شمال فاریاب ولایت کې له تېرو درېیو ورځو راهیسې د دې ولایت سیمه ییزو چارواکو او اوسېدونکو د تلې (میزان ) ۲۹ مه د اوزبیکي ژبې ملي ورځ په مناسبت نندارتونونه او جشنونه جوړ کړي او له دې ورځې نمانځنه کوي.

د اوزبیکي ژبې د ویونکو په اړه که څه هم رسمي شمېر نشته خو د یو شمېر راپورونو او معلوماتو پر بنسټ ازبکستان، افغانستان، تاجیکستان، قرغیزستان، قزاقستان، ترکمنستان او روسیه کې له ۲۷ میلیونو تر ۳۰ میلیونو پورې د دې ژبې ویوونکي ژوند کوي.

د افغانستان اساسي قانون هم د دوه رسمي پښتو او دري ژبو ترڅنګ اوزبیکي په هغو سیمو کې چې خلک په دې ژبه خبري کوي رسمي ژبه اعلان کړې ده.