خوست کې د کورنۍ غړي له یو بل څنګه ځان خبروي؟

ارشیف

افغانستان له خطرونو او ناببره پېښو ډک دی او اوس ځینې کورنۍ د بېړنیو پېښو پر مهال د یو بل له حاله د ژر خبرېدو لپاره اوس د انلاین ټکنالوجۍ کارولو ته مخه کړې.

د خوست ولایت یو اوسېدونکی لاهور شاه افغان وايي، د کورنۍ د غړو شمېر یې له سلو پورته دی او په خبره یې ځینې یې د هېواد په یو شمېر ولایتونو او ځینې نور بیا د سوداګرۍ او زده کړو لپاره له هېواده بهر تللي.

ده وویل، په کور کې د ډېرو غړو لرل نیکمرغي ده، خو د افغانستان په څېر هېواد کې له ځان سره ګڼې اندېښنې هم لري.

هغه وايي، کله هم چې بریدونه، چاودنې، ټرافیکې پېښې یا نورې بېړنۍ پېښې رامنځته کېږي د کورنۍ هر غړی یې سترګو ته درېږي او غواړي چې ژر تر ژره یې له حاله خبر شي.

نوموړی وایي، پخوا به په بېړنیو حالاتو کې دوی د کور د هر غړي احوال د ټیلیفون له لارې اخېسته.

لاهور شاه زیاتوي: " مخکې ډېره سخته وه، چې داسې پېښه به وشوه، د کور خو ماشاالله ډېر کسان دي، نو هره یوه ته به ټیلیفون ډېر وخت نیوه، او مصرف هم کېږي، بل داسې وخت کې شبکې هم ښه کار نه کوي، او مشکل به دا و چې ټول به نه خبرېدو او داسې وخت هم راغی چې د ټولو په خبرولو ساعت ان ورځ هم تېره شوې ده."

لاهور شاه زیاته کړه، په کور د ننه او له هېواده بهر یې اوس د کورنۍ د ټولو غړو او خپلوانو ترمنځ په وټس اپ او نورو انلاین پروګرامونو کې ګروپونه جوړ کړي، چې په بېړنیو حالاتو کې د یوه او بل له حالاتو په چټکه توګه ځانونه خبروي.

نوموړي د خپلې دې تجربې په اړه وویل: "بیخي ډېر کار مو ورسره اسانه شوی، یو خو ټول په ډېر کم وخت کې په ډېر کم لګښت سره پرې خبرېږو، هغوی چې په کابل، ننګرهار کې وي یا بهر کې چې څوک دي هغوی ټول ډاډمنېږي او په یوه دقیقه کې له هرې خبرې خبرېږي."

له لسیزو راهېسې د خوست د ډېرو کورنیو غړي، په عربي هېوادونو او نوره نړۍ کې په خوراۍ مزودرۍ بوخت دي.

هغه مهال چې ټیلیفون او انټرنېټ نه وو، د لیکونو او ثبت شویو پټو استول یې له کورنیو سره د تماس یوازینۍ لاره وه چې د یو بل په لاس به یې استول او کله ناکله به یې میاشتې وخت غوښت چې ورسېږي.

افغانستان چې په طبیعي او ټرافیکي پېښو سربېره په کې امنیتي پېښې، چاودنې، بریدونه، نښتې او جګړې د هرې ورځې کېسه ده، ډېر خلک د پېښو پر مهال د کورنیو د غړیو د خوندیتوب په اړه اندیښمن وي.

اوس چې د انټرنېټ اسانتیا په زیاتېدو او خلکو ترمنځ د ټولنیزو انلاین شبکو کارول په پراخېدو دي، ډېری کورنۍ په سختو شېبو کې د همدې شبکو له لارې د یو بل په حال احوال ځان خبروي.