د ځمکې د کرې تودوخې په اړه د ساینسپوهانو نوې موندنې

ارشیف

د هغو ساینسپوهانو چې څه باندې یو کال یې په شمالي قطب کې پر څېړنو تېره کړې، موندنې ښیي چې که د ځمکې د کرې تودوخه همداسې دوام وکړي، څو لسیزې وروسته به شمالي قطب نور کنګل شوی نه وي.

د دغو ساینس پوهانو موندنې ښيي چې د شمالي قطب د سمندر یخونه په ویلې کېدو دي او خبرداری ورکوي چې ښایي په څو لسیزو کې به نورد شمالي سمندر اوبه یخ ونه نیسي.

دغه د نړۍ د شلو هېوادونو په سلګونو ساینسپوهان چې په شمالي قطب کې یې ۳۸۹ ورځې پر څیړنو تېره کړې، د دوشنبې په ورځ بېرته جرمني ته را ستانه شول.

دغو ساینسپوهانو چې د جرمني د الفرید ویګنر د انسټېټوټ د پولارسټین کښتۍ په ذریعه یې د نړۍ دغه تر ټولو لوی څېړنیز ماموریت ترسره کړی، د اتوموسفیر، سمندر، د شمالي منجمد شوي سمندر او د ایکوسیسټم په اړه یې معلومات راټول کړي څو پر دې سیمې او نړۍ د اقلیم د بدلون د اغېزو جاج واخلي.

د دغه څېړنیز ماموریت مشر مارکوس ریکس د فرانسپرس خبري آژانس ته وویل چې ساینسپوهانو یې په دې موده کې په خپلو سترګو ولیدل چې په څه ډول د شمالي قطب یخونه په چټکۍ ویلې کېږي.

هغه زیاته کړه: "د ماتو شویو یخونو پر ټوټو وګرځېدو او ومولیدل چې دغه پروسه څومره د موږ ورونو ته رانږدې ده."

ریکس وویل، په څېړنو کې یې وموندله چې د قطب څومره کنګلونه ویلې شوی، پاتې یې څومره ژر د ویلې کیدو په حال کې دی، یا نازک شوي او څومره ټوټې ټوټې شوې دي.

ساینسپوهانو چې په شمالي قطب کې یې د څلویښتو کیلومترو په شعاع څېړنیز مرکزونه پرانیستي و، د سمندرد اوبو او د سمندري بوټو او باکتریاوو نمونې راټولې کړي چې وڅېړي په څه ډول په سمندر کې ایکوسیسټم تر سخت فشار لاندې دی.

دغو ساینسپوهانو له ځان سره د ۱۵۰ تیرابایټو یا ۱۵۰ زره ګیګابایټو په اندازه راټول کړي معلومات او د یخونو څه باندې زرټوټي راوړي دي.

د دغه څېړنیز ماموریت مشرمارکوس ریکس خبرداری ورکړ چې که دغه وضعت په شمالي قطب کې همداسې روان وي په څومحدودو لسیزو کې به نور په دوبي کې د شمالي سمندراوبه یخ ونه نیسي یعنې نوربه سمندر کنګل شوی نه وي.

د ساینسپوهانو دغه موندنې د امریکا د سپوږمکۍ له لارې اخیستل شوي تصویرونه هم تایید وي چې ښیي روان ۲۰۲۰ کال د شمالي قطب د یخونو اندازه له ۲۰۱۲ کال وروسته په دوبي کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده.