د روسي سیاستوال الکسي ناوالني پر مسمومېدو نوې موندنې

الکسي ناوالني

د کیماوي وسلو د مخنیوي سازمان تایید کړه چې د روسیې د حکومت د سیاسي مخالف الکسي ناوالني د مسموم کېدو په پېښه کې د نوویچوک مادې ته ورته مادې څخه استفاده شوې ده.

ښاغلي ناوالني د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پړ بللی دی.

له کیماوي وسلو څخه د استفادې د مخنیوي سازمان پرون وویل چې د آزموینو نتیجه ښیي چې د کیمیاوي منع شوې نوویچوک د کورنۍ د کیماوي مادې نښې د الکسي ناوالني په وینه او ادارو کې لیدل شوي دي.

د دغه سازمان عمومي ریس فرنانډو اریس وویل، د آزموینو نتیجه د جدي اندېښنې وړ ده.

هغه د دې سازمان له غړیو وغوښتل چې له کیماوي وسلو څخه د استفادې د مخنیوي د نړیوال تړون ملاتړ وکړي.

د دغه سازمان موندنې د هغو لومړنیوآزموینو نتیجه تاییدوي چې د جرمني له خوا خپره شوې وه.

ناوالني د اګسټ په شلمه له سایبریا مسکو ته په لاره په الوتکه کې ناڅاپه ناروغه شو چې وروسته د درملنې لپاره جرمني ته ولېږدول شو.

د جرمني ډاکترانو ویلي و چې نوموړی نوویچوک ته ورته مادې په ذریعه مسموم شوی دی. دا هغه ماده چې په پخواني شوروي اتحاد کې تولیدېده.

د جرمني چارواکو د کمیاوي وسلو پراستعمال د بندیز له سازمانه غوښتي وچې د ناوالني سمپلونه د آزموینې لپاره واخلي.

د جرمني د ډاکترانو موندنې په خپلواکه توګه د فرانسې او سویډن په لابراتوارونو کې تایید شوې.

نړیوالې ټولنې د ناوالني مسموم کېدل غندلی او پر مسکو یې د بندیزونو د لګولو غوښتنه کړې ده.

روسیې په دې پېښه کې هر ډول دخالت رد کړی او د جنایي تحقیقاتو لپاره یې د نړیوالې ټولنې له غوښتنې سره مقاومت ښودلی دی.

د جرمني حکومت یوځل بیا له روسیې وغوښتل چې دا واضح کړي چې له ناوالني سره څه پېښ شوي و.

د جرمني د حکومت یوه ویاند وویل، د کیماوي وسلو پراستفادې د بندیز له سازمان او د اروپایي اتحادیې له نورو شریکانو سره به راتلونکو ورځو کې د نورو ګامونو اخیستو په اړه خبرې وکړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرډومینیک راب ویلي چې هېواد یې د دغې پېښې په اړه د روسیې پر وړاندې اقدام باندې غور کوي.

۴۴ کلن الکسي ناوالني چې د روسیې د حکومت یو پېژندل شوی سیاسي مخالف ګڼل کېږي، یوځل بیا د تېرې دوشنبې په ورځ د روسیې ولسمشر ولایدمیر پوتین ګرم وباله.

هغه تایید کړه چې له بشپړ ښه کېدو وروسته به له جرمني روسیې ته ستون شي.

دغه د کریملین منتقد څه باندې درې اونۍ په اومسک او د برلین په روغتونونو کې په کوما کې و.

نوموړی چې د سپټمبرپه ۲۲ د برلین له روغتون څخه رخصت شوی، وایي، روغتیایي وضعیت یې په ښه کېدو دی.