د دولت او طالبانو د خبرو اختلافي ټکي؛ 'د امریکا-طالبانو تړون او حنفي فقه'

قطر کې د سولې خبرو پرانیست غونډه

د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي غړي مولوی عطاالله لودین په یوه مرکه کې په قطر کې د روانو بین‌الافغاني خبرو د دوو اختلافي ټکو په اړه خبرې کړي.

یوه لانجمنه مسئله د خبرو اساس دی چې طالبان وايي، باید د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې موافقه وي.

د دولت د مرکچي پلاوي غړي په خپله نوې مرکه کې چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه اړیکو څانګې رسنیو ته استولې وايي، د امریکا او طالبانو په موافقه کې افغان دولت حاضر نه‌و، نو ځکه دوی وړاندیز کړی چې د سولې د مشورتي لویې جرګې پرېکړه‌لیک او د طالبانو او امریکا د موافقې ترڅنګ له امریکا او ناټو سره د افغان حکومت موافقه دې هم اساس وګرځول شي.

له طالبانو سره د امریکا د هوکړې لاسلیک

طالبان ټینګار کوي چې بین‌الافغاني خبرې اساساً د امریکا او طالبانو د سولې د موافقې پر بنسټ پیل شوې دي، نو باید د ټولو مذاکراتو اساس هم وي.

یوه بله مسئله چې د افغانستان د دولت او طالبانو د پلاوو ترمنځ په خبرو کې لانجمنه شوې ده، د حنفي فقې په اساس د خبرو دوام دی.

طالبان وايي چې د خبرو اساس حنفي فقه وي، خو ښاغلی لودین د افغان دولت د مرکچي پلاوي په استازیتوب وايي چې دا وړاندیز له پیله د طالبانو له‌خوا شوی و او د دولت پلاوي د اختلافي ټکو د حل لپاره د دیني عالمانو د پرېکړو غوښتنه کړې وه.

ښاغلی لودین وايي چې په هېواد کې دننه د جمهوري نظام په رڼا کې د جعفري مذهب په ګډون د ټولو اقلیتونو حقوق خوندي دي، نو یوازې د حنفي فقهې په اساس د اختلافونو حل کافي نه‌دی.

هغه زیاته کړه: "هغه مهال چې خبرې مو کولې دې مادې ته اړتیا نه‌لیدل کېده، خو وړاندیز یې دوی وکړ چې دوی دا وړاندیز وکړ موږ ومنله چې که په خبرو کې اختلاف راځي، نو دا د علماوو یوه پلاوي ته به‌یې حواله کوو. شک نه‌شته چې د افغانستان قاطع اکثریت د حنفي فقهې پیروان دي، نو د دې لپاره چې اختلاف رانه‌شي موږ د اساسي قانون پر بنسټ د اهل تشیع د شخصي احوال مسئله یاده کړه."

یوه ورځ مخکې له دې مرکې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي خیرالله خیرخواه په یوه مرکه کې ویلي و چې طالبان د شیعه‌ګانو او نورو دیني او مذهبي اقلیتونو د حقونو له خوندیتوب سره مخالف نه‌دي، خو ده زیاته کړه چې د دې مسایلو په اړه د اساسي قانون د تعدیل په اړه په احتمالي خبرو کې بحث کېدای شي.

د سولې مذاکراتو د دوام لپاره د طالبانو مرکچي پلاوي نوی شرط مطرح کړ

طالبانو سره د سولې خبرو دوهمه اوونۍ؛ 'خبرو کې ځیني لانجمن مسایل مطرح شوي'

د دولت او مرکچي پلاوي دې غړي د طالبانو پر نیت ډاډ څرګند کړ او ویې‌ویل دی ډاډه دی چې طالبان به له خبرو ونه‌وځي او د دوحې خبرې به دوام وکړي.

ښاغلي لودین وویل د مذاکراتو پر کړنلاره د دواړو خواوو له توافق وروسته به د افغان دولت د پلاوي ټینګار دا وي چې اوربند له هر څه مخکې د مذاکراتو په اجنډا کې شامل شي.