د سرای شمالي اوسېدونکي: نشه يي مواد د خواراکي موادو غوندې ازاد خرڅېږي

ارشیف

د کابل ښار د سرای شمالي تپې یا غونډۍ د معتادینو د را ټولېدو په مرکز اوښتې ده.

دا د سرای شمالي غونډۍ ده چې د کابل ښار د معتادینو د را ټولېدو په مرکز اوښتې او لسګونه معتادين نشې په کې کوي.

د معتادینو په ډله کې یو هم د روزګان ولایت اوسېدونکی سید محمد دی چې له ایران څخه تر را ستنېدلو وروسته کور ته نه دی تللی او دلته د سرای شمالي په غونډۍ کې اوسېږي.

سید محمد وايي، دی ځکه دلته اوسېږي چې په دې سیمه کې نشه يي مواد اسانه او ارزانه پیدا کېږي. هغه وویل: " دلته نشه يي مواد ښه ډېر دي او بل دا چې ازادانه خرڅيږي، موږ دلته یو ساعت هم بې نشه يي موادو نه یو پاته شوي. کله چې پیسې په لاس راشي، ضرورت نشته چې په نشه يي موادو پسې پل سوخته یا نورو ځایونو ته ولاړشو، دلته هیڅوک موږ ته مزاحمت نه کوي، دا نه راته وايي چې چېرې ځې او څه کوې؟"

د سید محمد غوندې لسګونه نور معتادین هم د سرای شمالي غونډۍ په لمنو کې سره را ټولېږي، ځينو خو يې د دې غونډۍ په هدیره کې د اوسېدلو لپاره ځایونه جوړ کړي دي. په دې ډله کې يو هم جاوید دی چې د نشه يي موادو د رانيولو او استعمال کيسه کوي.

نوموړي وویل: " هغه څوک چې مسافر وي بس همدلته له موټر څخه کښته کېږي، کله چې یو معتاد بل معتاد وویني، هغه ورته د نشه يي موادو د خرڅلاو ځایونه ورښيي، مسافر معتاد بل ځای نه دي بلد چې هلته ورشي او نشه يي مواد رانيسي، موږ نشه يي مواد همدلته رانيسو او همدلته یې استعمالوو."

په سرای شمالي کې د معتادينو اوسېدلو ځايي اوسېدونکي له ګڼ شمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.

دوی وايي له معتادينو څخه دومره تنګ شوي چې اوس بيخي کډې کولو ته اړ شوي دي. د سرای شمالي اوسېدونکي میا محمد وايي چې، معتادین یې د کورونو وسائل غلا کوي.

هغه زیاته کړه: " زموږ د ګاونډي کره یو معتاد ور اوښتی او بایسکل یې ځنې بېولی و، کله چې زموږ ګاونډي په خبر شو نو معتاد ځنې وتښتېد او بایسکل یې هم غلا کړ."

د دې سیمې بل اوسېدونکي خدایداد وویل: "معتادین د هدیرې پنجرې وړي او بيا يې خرڅوي. دوی له دوکاندارانو څخه بوټونه، غوړي او داسې نور شیان غلا کوي، بيا دا شيان خرڅوي او په دې پيسو باندې ځانونو ته نشه يي مواد رانیسي."

د سرای شمالي اوسېدونکي پولیس تورنوي چې د نشه يي موادو له خرڅوونکو سره لاس لري او د نشه يي موادو قاچاق کوونکي نه نیسي، همدا وجه ده چې په دې سيمه کې معتادين ورځ په ورځ ډېرېږي.

خو د کورنیو چارو وزارت بیا وايي چې دوی هره ورځ د هېواد په کچه د نشه يي موادو څو خرڅوونکي نیسي. د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معین محمد هاشم اورتاق وايي چې، د نشه يي موادو غوښتنه ډېره شوې ده، ځکه نو د معتادینو د را ټولېدلو مخنیوی هم ګران شوی دی.

اورتاق زیاته کړه: " که د نشه يي موادو غوښتنه را کمه شي او د معتادینو ښه درملنه وشي، د دوی د را ټولېدلو مرکزونه کم شي، په هغه صورت کې د نشه يي موادو خرڅوونکي نه شي کولای چې نشه يي مواد خرڅ کړي. د معتادینو د را ټولېدو ځایونه د پولیسو په واک کې دي، موږ له قانون سره سم د نشه يي موادو خرڅوونکي نیولي او عدلي او قضايي ادارو ته مو معرفي کړي چې دا بهير دام لري."

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس، په کابل ښار کې له اتو څخه نیولې بیا تر دوولسو زرو پورې بېوزله او بې سرپناه معتادین ژوند کوي. د عامې روغتیا وزارت د نشه يي موادو د غوښتنې کمولو رئیس محمد جاوید بدخش وايي، معتادین هغه مهال د اوسېدو ځایونو بدلوي چې د عامې روغتیا وزارت د درملنې لپاره د هغوی په راټولولو پيل وکړي.

نوموړي وویل: " کله چې معتادین ګوري موږ د ښار په یوه څنډه کې هغوی د درملنې لپاره را ټولوو، دوی سمدلاسه خپلو ځایونو ته تغیر ورکوي او بلې سیمي ته تښتي. موږ تر اوسه پورې د سرای شمالي له غونډۍ څخه (۲۵۰) معتادین را ټول کړي او د درملنې لپاره مو روغتیايي مرکزونو ته وړي دي. "

د سرای شمالي اوسېدونکي غوښتنه کوي چې بايد په دې سيمه کې معتادينو ته د اوسېدو اجازه ور نه کړل شي.

دوی زیاتوي که د دې معتادينو درملنه و نه شي، نو د دوی ژوند به نور هم له ګواښونو سره مخ شي.

ځينې معتادین وايي د هوا له سړېدو سره دوی اړ دي چې د سرای شمالي غونډۍ پرېږدي او تر پلونو لاندې او یا نورو سرپټو ځایونو ته ولاړ شي، خو ځينې نور معتادين بيا وايي چې له دې ځایه پرته د اوسېدو بل ځای نه لري.

--------------------- راپور: فرید حلیمي

Your browser doesn’t support HTML5

د نشه يي مواد د خرڅلاو په اړه فیچر