ایرو ایشیا ریویو : د یوې سخت دریځې ډلې په توګه طالبانو تغیر نه دی کړی

قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو پرانیستغونډه کې د طالبان مرکچیانو یو انځور

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت پخوانی سلاکار مک ماسټر وایي، د افغانستان او جرمني په څېر ځایونو څخه د امریکایي ځواکونو ایستل اوږد مهاله ملي ګټو ته پام یوه تیروتنه ده.

هغه له امریکایي سي بي اس ټلویزیون سره په مرکه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوې، د افغان حکومت او د افغان امنیتي ځواکونو د دوامداره ملاتړغوښتنه کړې.

  • واشنګټن ایکزامینر

واشنګټن ایکزامینر خپرونې د امریکا د پوځ د دغه متقاعد جنرال چې د افغانستان او عراق په جګړو کې یې برخه اخیستې هغو څرګندونو ته پام اړولی چې له طالبانو سره یې د امریکا د فبرورۍ د میاشتې موافقه یوه تېروتنه او هغه یوه غیرعاقلانه پالیسي بللې.

مک ماسټر ویلي، په حقیقت کې دغه سیاست د افغان دولت پر وړاندې له طالبانو سره د همکارۍ څرګندونه کوي.

د واشنګټن ایکزامینر د لیکنې په دوام کې لولو چې مک ماسټر ویلي، هغه ترهګرې ډلې چې نن ورځ یې متحدو ایالتونو ته ګواښ متوجه کړی، له هغو ډیرې پیاوړې دي چې د ۲۰۰۱ کال په سپټمبر کې وې.

هغوی چې د سپټمبر په یولسمه یې په امریکا کې د ډله ییزې وژنې حملې ترسره کړې، په افغانستان کې یې د شوروي د اشغال پر وړاندې جهاد کې برخه اخیستې وه خو دی زیاتوي نن ورځ د القاعده او د اسلامي دولت ډلې له داسې سخت دریځو سره مخامخ یو چې د مجاهدینو د وخت په نسبت ډېرې پیاوړي او هم یې تخریبي وړتیاوې زیاتې دي.

له طالبانو سره د امریکا د شوي تړون له مخې څه باندې یوه اونۍ مخکې په قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې هم پیل شوي چې تراوسه یې د خبرو کړنلاره نه ده وروستۍ شوې.

  • ایروایشیا ریویو

ایروایشیا ریویو خپرونې د طالبانو سیاسي ستراتیژي ته په یوه تحلیلي مطلب کې کتنه کړې او لیکي، بلاخره طالبان له نږدې دوو لسیزو وروسته چې رژیم یې د امریکا متحدو ایالتونو ړنګ کړی و، د افغانستان له دولت سره مخامخ خبرو ته کېناستل.

د لیکوال په باور د یوې اسلامي سخت دریځې ډلې په توګه طالبانو تغیر نه دی کړی.

دوی اوس هم فکر کوي چې قدرت ته د ټوپک په زور رسېدلی شي، ښځو ته د دوهمې طبقې په سترګه ګوري او د افغانستان لپاره د ډیموکراتیکو مدني قوانینو په نسبت شریعت غوره بولي.

خو هغه تغیر او بدلون چې د لیکوال په باور طالبانو له خپله ځانه ښودلی هغه په سیاسي ستراتیژۍ کې بدلون دی چې په څه ډول دغو هدفونو ته ځان ورسوي.

لیکوال وړاندې د طالبانو د ستراتیژۍ دوو عنصرو ته اشاره کړې او لیکي، دې ډلې په یوې سره نړیوالو او د افغانستان خلکو ته د مشروعیت ښودلو هڅه کړې او په بلې سره یې هم د قدرت ښودلو.

طالبانو له دوو لارو دغه کار کړی، له یوې خوایې واشنګټن ته ځان ورنژدې کړې او له بلې خوا یې هم په افغانستان کې خونړیو حملو ته دوام ورکړی دی.