'د ترینکوټ د ولایتي روغتون ډاکتران پر وخت خپلو دندو ته نه حا ضرېږي'

ارزګان ولایتي روغتون؛ ارشیف

د ترینکوټ اوسېدونکې ادعا کوي چې ناروغان يي مرګ حال پراته خو ډاکتران د غرمۍ تر ۱۱بجو په خواږه خوب ویده وي او یا هم په شخصي روغتونو کې په دندو بوخت وي خو خپلو دندو ته نه حاضرېږي.

مسؤلین دا نه مني چې ډاکتران په خپل وخت دندې ته نه حاضرېږي او په سم ډول ناروغانو ته د خدمتونو نه وړاندې کولو لامل د پرسونل کموالی ښيي.

په ترینکوټ کې د ازادي راډيو خبریال شریف الله شرافت چې دوه ورځې دغه روغتون ورغلی دی د موضوع په اړه یې دا راپور چمتو کړی دی چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور