‎کرملېن د ناوالني د اوبو بوتل کې د نوويچوک' موجوديت رد کړ'

الکسي ناوالني

کریملین هغه راپورونه په کلکه رد کړل چې په کې راغلي، د روسیې د منتقد الکسي ناوالني د اوبو په بوتل کې نویچوک زهري مواد موجود و.

دغه راپورونه د جرمني او نورو لویدیځو هېوادونو له‌خوا خپاره شوي دي.

د ناوالني همکارانو ویلي، هغه په سایبریا کې د هوټل دننه خونه کې له بوتله اوبه څښلي او وروسته ناروغ شوی دی.

دوی ویلي، د اوبو دغه بوتل یې د معایناتو لپاره جرمني ته لیږلی چې اوس معلومه شوې نويچوک زهري مواد په کې و.

د کریملین ویاند دیمتري پیسکوف نن دغه راپورونه بې بنسټه وبلل.

نویچوک یو ډول زهري ماده دي چې د پخواني شوروي اتحاد پر مهال دغه هېواد کې جوړېدل.