د افغان حکومت مرکچي پلاوی له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره قطر ته ولاړ

د افغان حکومت د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي قطر ته د سفر لپاره الوتکې ته د ختلو پر مهال.

د افغان حکومت مرکچي پلاوی بالاخره له اوږد ځنډ وروسته له طالبانو سره د مذاکراتو د رسمي پیل لپاره قطر ته ولاړ.

د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو د پیل مراسم سبا د شنبې په ورځ پیلېږي، خو رسمي خبرې به د دوشنبې په ورځ پیل شي.

له مرکچي پلاوي سره په دې سفر کې یو شمېر لوړپوړي دولتي چارواکي هم شته. د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله، د سولې په چارو کې د ولسمشر غني ځانګړی استازی او د دې شورا مرستیال سلام رحیمي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري هم له دې پلاوي سره مل دي.

د سفر له پیل سره سم، د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس وايي پر ټولو موضوعاتو بحث شوی او بشپړ چمتووالی نیول شوی دی.

د دې شورا ویاند فریدون خوځون د کابل په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې ازادي راډیو ته وویل، دوی هیله لري چې په دې پړاو مذاکراتو کې به پر اوربند هوکړه وشي.

Your browser doesn’t support HTML5

دوحې ته له طالبانو سره د افغان مرکچي پلاوي سفر

په ورته وخت کې د حکومت د مرکچي پلاوي غړی عبدالحفیظ منصور وايي، طالبانو سره په خبرو کې به ووايي چې د زور له لارې بریالي کېدای نه‌شي.

ښاغلی منصور وايي: "موږ ځو، څو طالبانو ته ووایو چې تاسې د زور له لارې بریالي کېدای نه‌شئ. افغانستان د ټولو کور دی، د پخلاینې او مشارکت لپاره زمینه برابره ده. راځئ! خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړو."

طالبانو هم په خپله خپره کړې اعلامیه کې د خبرو پیل ته چمتووالی ښودلی.

دې ډلې په خپله اعلامیه کې لیکلي: "دوی د بين‌الافغاني مذاکراتو په افتتاحیه غونډه کې د خپل ګډون چمتووالی اعلانوي."

خو د دې اعلامیې په متن کې یوازې د غونډې د پیل د چمتووالي لپاره د اعلان خبرې، یو شمېر اندېښنې راپورته کړي چې هسې نه طالبان یوازې د پیل په مراسمو کې ګډون وکړي او وروسته بیا خبرې د خپلو شرایطو په منلو پورې محدودې کړي.

طالبان دې اندېښنې ته ځواب نه‌وايي، خو دافغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا غړی محمد اسماعیل خان وايي، دا ټکی په ډېرو مسایلو کې د دواړو لورو ترمنځ اختلاف ښيي.

ښاغلی اسماعیل خان زیاتوي: "د مذاکراتو پیل معمولاً دا ډول ستونزې لري. همدا ډول چې د دواړو لورو نظریات او وړاندیزونه سړی ګوري ښيي چې د یوه او بل لپاره د منلو نه‌دي. "

د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ په ۲۹مه کې د شوې هوکړې یوه برخه کې بین‌الافغاني مذاکرات دي چې باید د مارچ میاشتې په ۱۰مه نېټه پیل شوې وی، خو طالبانو د دې خبرو پیل د خپلو ۵ زره زندانیانو په ازادۍ پورې مشروط کړ چې بالاخره‌یې حکومت ټول بندیان ازاد کړل.

د افغان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالب بندیان

امریکا هم له دې خبرو ملاتړ کړی او ولسمشر ډونالد ټرمپ نه‌یوازې دا چې یوه تاریخي ورځ بللې، بلکې وايي د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو به‌یې د بین‌الافغاني خبرو د پیل په مراسمو کې ګډون وکړي.