ملګري ملتونه نن له بریدونو د پوهنې د خوندیتوب ورځ نمانځي

د ملګروملتونو عمومي اسامبلې یو انځور

ملګري ملتونه نن د سېپټېمبر په ۹مه له بریدونو د پوهنې د خوندیتوب ورځ نمانځي.

دا اول وار دی چې دا ورځ نمانځل کېږي.

د امنیت شورا غواړي چې په دې ډول په هغو هېوادونو کې چې وسله وال کړکېچ او جګړه روانه ده د پوهې د زده کړې د ځایونو امنیت ته د نړیوالو د پام واړوي او د امنیت د تامين لپاره هڅې زیاتې کړي.

د ملګروملتونو عمومي اسامبلې پرون په جګړې ځپلو هېوادونو کې پر تعلیمي سیسټم بریدونه او له ښوونځیو د مورچو او پوځي اډو په توګه کار اخیستل وغندل.

د سازمان غړو وویل چې دا کارونه په ځانګړي ډول د ښځو اونجونو لپاره پر تعلیمي امکاناتو بد اغېز کوي.

په دې اړه یو پرېکړه لیک ۵ کاله مخکې د قطر استازو د امنیت شورا ته وړاندې کړی چې تر اوسه د ملګروملتونو ۱۴۰ غړو لاسلیک کړی دی.

خو ملګري ملتونه وايي چې د نړۍ په ۳۷ هېوادونو کې په سیستماتیک ډول بریدونه کېږي او په لږترلږه ۳۴ هېوادونو کې لا هم له تعلیمي مرکزونو د پوځي مرکزونو په توګه کار اخیستل کېږي.

افغانستان، فلسطین او کامېرون هغه هېوادونه دي چې پر زده کونکو او محصلانو زیات بریدونه شوې دي.

ملګري ملتونه وايي چې دافغانستان په ګډون د نړۍ په ۱۷ هېوادونو کې زده کونکي د جګړې لپاره استخدام شوي دي.