کابل کې یو شمېر کسان نن د امنیت د ګډوډولو په تور نیول شوي

کابل کې د امنیت ګډوډولو په تور یو شمېر نیول شوي کسان

د کابل امنیه قومانداني وايي، یو شمېر هغه کسان‌یې نیولي چې نن‌یې د دې ښار امنیت ګډوډ کړی و.

امنیتي چارواکي وايي، یو شمېر نور هغه کسان‌یې هم تر څار لاندې دي چې د خلکو فزیکي او رواني امنیت‌یې ګواښلی دی.

خو د کابل امنیه قوماندانۍ د نیول شویو کسانو کره شمېر نه‌دی روښانه کړی، مګر په هغه تصویرونو کې چې د کورنیو چارو وزارت له‌خوا رسنیو ته لېږل شوي، ښکاري چې د یو شمېر نیول شویو کسانو سره وسلې هم شته.

په ورته وخت کې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د احمد شاه مسعو د وژل کېدو د ۱۹ تلین په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته په خبرو کې وویل، د هغو کسانو پر ضد به جدي عمل وشي چې په دې ورځ‌یې ګډوډې جوړه کړې.

هغه زیاته کړه: "زه پر ځوانانو بیا غږ کوم چې راشئ، د احمد شاه مسعود روایت پیاوړی کړئ، عزت‌یې نندارې ته وړاندې کړئ، شهامت‌یې نندارې ته وړاندې کړئ. د خلکو ځوروونکي له موږ څخه نه‌دي."

دا په داسې حال کې ده چې نن د کابل ښار په ځینو سیمو کې یو شمېر کسانو د وږې د ۱۸مې نېټې په مناسبت، د لویو موټریزو کاروانونو له راویستو سربېره، هوايي ډزې هم کړې دي.