'میدان وردګو کې پر دولتي ځواکونو د علیپور د وسله والو د برید په اړه څېړنې کېږي'

عبدالغني علیپور

د کورنیو چارو وزارت په میدان وردګو ولایت کې پر دولتي ځواکونو د عبدالغني علیپور د خپلسرو وسله والو د برید په اړه د څېړنو د پیل خبر ورکوي.

د دې وزارت ویاند طارق آرین نن یکشنبې آزادۍ راډیو ته وویل: "په اړه ارزونې روانې دي، شواهد راټولوو، څرګنده خبره ده چې داسې پېښې د اصولو او قانون خلاف دي، شواهد چې بشپړ شي درسره شریک به یې کړو."

له دې مخکې د میدان وردګو والي مظفرالدین یمین ازادي راډیو ته ویلي و، چې د علیپور د ډلې وسله والو تېره شپه د میدان وردګو په بهسود ولسوالۍ کې پر یوه پوسته برید کړی، دوه سرتېري یې ټپیان کړي او یوبل یې اسیر کړی دی.

له پرله پسې هڅو سره سره ونه توانېدو چې د حکومتي چارواکو د دې ادعا په اړه د علیپور نظر هم واخلو.

علیپور چې په قوماندان شمشیر هم مشهور دی په مرکزي ولایتونو کې د یوې خپلسرې وسله والې ډلې مشر دی.

نوموړی د ملي امنیت ځواکونو د ۱۳۹۷ کال د لیندۍ په څلورمه نېټه ونیو خو د نوموړي د پلویانو له اعتراضونو وروسته د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش په منځګړتوب خوشې شو.