کابل کې نن د شپږیزې لیګ سیالۍ پیلېږي

د کرکټ تیم لوبغاړي

په کابل کې به نن (د سپټمبر په ۶مه) د شپږیز کرکټ لیګ د اووم دور لومړۍ سیالۍ وشي.

د کرکټ بورډ د مهال‌وېش له مخې به نن د بند امیر ښاماران د مس عینک له اتلانو سره مخامخ کېږي.

په کابل کې پرون ماښام د لیګ د پرانیستې په مراسمو کې، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د افغانانو ملي یووالی دنیا ته څرګند کړ.

غني وویل، افغانستان څوک نه‌شي وېشلائ او د یوه واحد افغانستان لپاره پر ملي اراده هم څوک پښې نه‌شي اېښودلائ. هغه وویل چې د کرکټ ملي لوبډله یوازې یوه لوبډله نه‌ده، بلکې د افغانستان د راتلونکي داسې کیسه ده چې هر افغان غواړي ځان په‌کې وویني.

محمد اشرف غني

محمد اشرف غني وویل: "کرکټ د افغانانو لپاره یوه لوبه نه‌ده ، یو عزت دی، یو افتخار دی. تاسو د جمهوریت بیرغ په ټوله نړۍ کې په ویاړ اوچت کړ."

د شپږیزه لیګ د پيل په مناسبت پروني رسمي مراسم د کابل د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې جوړ شوي وو.

فرید هوتک

د کرکټ بورد د رسنیو مسئول فرید هوتک بېګا ازادي راډیو ته وویل چې دا سیالۍ د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا نړیوال سازمان د سپارښتنو سره سم چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره‌یې کړي، سرته رسېږي. د شپږیزه لیګ د اتلولۍ سیالۍ به د سپټمبر په ۱۶مه وي.