د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

کابل کې نن د شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ پیلېږي


د کرکت لوبغاړي
د کرکت لوبغاړي

په کابل کې به نن (د سپټمبر په ۶مه) د شپږیزه کرکټ لیګ د اووم دور لومړۍ سیالۍ وشي.

د کرکټ بورډ د مهال‌وېش له مخې به نن د بند امیر ښاماران د مس عینک له اتلانو سره مخامخ کېږي.

د کرکټ بورډ د رسنیو مسؤل فرید هوتک بېګا ازادي راډیو ته وویل چې دا سیالۍ د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا نړیوال سازمان د سپارښتنو سره سم چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره‌یې کړې، سرته رسېږي.

د شپږیزه لیګ د اتلولۍ سیالۍ به د سپټمبر په ۱۶مه وي.

XS
SM
MD
LG