'وروستۍ اوونۍ کې د کرونا ویروس مثبته پېښه په هېچ زندان کې نه‌ده ثبت شوی'

په پلچرخي زندان کې روغتیايي کارکونکي د معاینې پرمهال

د افغانستان د محبسونو ادارې ویلي چې په وروستۍ یوه اوونۍ کې په هېڅ زندان کې د کرونا ویروس مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې.

د دې ادارې ویاند، فرهاد بایاني پرون (دسپټمبر په ۵مه) ازادي راډیو ته وویل چې له کله راهیسې چې د کرونا وبا په افغانستان کې ګډه شوې، ۲۳۹ بندیان په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته شوي او یوازې ۶ بندیان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

د بایاني په وینا، اوس‌مهال ۹ بندیان چې مخکې په کرونا ویروس اخته شوي وو، تر درملنې لاندې دي.

د افغانستان حکومت په وروستیو کې په عمومي ډول د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره لګول شوي بندیزونه نرم کړي دي.

د ځيني څارونکو په باور، په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې تر هغه ډېرې زیاتې دي چې حکومت يي رسما اعلان کړی دی.