د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې ستونزې حلېږي

تهران کې د افغان او ایراني چارواکو د غونډې انځور

د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو او ټرانسپورتي ستونزو د هواري په هدف غونډه وشوه.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ویاند جواد دبیر نن ازادي راډيو ته وویل، په هغه دوه ورځنۍ ناسته کې چې تېره ورځ په تهران کې جوړه شوې وه د ایران له لارې نورو هېوادونو ته د افغاني توکو د صاداراتو په برخه کې د ستونزو په هواري خبرې وشوې.

هغه زیاته کړه: "دا مهال د افغانستان کالي د ایران له لارې نورو هېوادونو ته صادرېږي خو دا چې د ټرانسپورت او ټرانزیټ په برخه کې افغان سوداګر کومې ستونزې لري د دغو ستونزو د هواري په اړه په دغه غونډه کې خبرې شوې دي."

د نوموړي په خبره، په دغه غونډه کې د دواړو هېوادونو تر منځ هم د سوداګریزو اړیکو په پراختیا خبرې شوې دي.

د شمېرو له مخې دا مهال په کلني ډول له ایران سره د افغانستان سوداګري تر یو میلیارد ډالرو اوړي.

د دغه وزارت په وینا، دا مهال افغانستان په کلني ډول یو میلیارد او دوه سوه میلیونه واردات او ۱۵ میلیونه صدارات لري.