د کرونا ویروس په نښو درلودونکو کسانو د ترکمنستان روغتونونه ډک دي

ارشیف

د ترکمنستان روغتونونه په هغو ناروغانو ډک دي چې د کرونا ویروس نښې لري.

حکومت بیا هم ټینګار کوي، چې د کرونا ویروس کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

د ازادۍ راډیو د ترکمنۍ څانګې خبریال د پلازمېنې عشق اباد د روغتیايي چارواکو په حواله وايي، په تېرو درېیو اوونیو کې وضعیت خراب او د ناروغانو شمېر زیات شوی دی.

روغتیايي کارکوونکي شکایت لري چې په تېرو دوو اوونیو کې د تجرید په مرکزونو کې د کار کولو اجازه نه ده ورکړل شوې.

دوی ادعا کړې، چې په خپلو پیسو یې د خوندیتوب وسایل رانیولي دي.

د ترکمنستان حکومت وايي، تر اوسه یې د کرونا ویروس کومه مثبته پېښه نه ده ثبت کړې، خو پر دې ادعا باور سخت کار دی.

د بخښنې نړیوال سازمان وایي، په ټوله نړۍ کې شاوخوا اووه زره روغتیایي کارکوونکي د کرونا له امله مړه شوي دي.

په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۲۶ ملیونو اوښتی دی.