د کرونا ویروس د پېښو زیاتوالی؛ ځینې هېوادونه بېرته ښوونځي پرانېزي

په روسیه کې هم اوولس میلیونه زده کوونکي بېرته ټولګیو ته ستانه شوې دي، خو دوی ماسکونه نه کاروي.

نن په بریتانیا، فرانسې، بلجیم او روسیې کې لسګونه میلیونه ماشومان ښوونځيو ته ځي او دا د دې سربېره چې په اروپا کې د کرونا ویروس پېښې په زیاتیدو دي، ورکې شوې نه دي.

ډېری ښوونکي او کورنۍ اندېښنه لرې چې د ښوونځیو له بیا پرانیستو سره به د کویډ نولس ناروغۍ پېښې زیاتې شي، خو حکومتونه غواړي چې ژوند بېرته عادي شي او ځپل شوی اقتصاد بېرته په پښو ودرېږي.

حکومتونه په ورته وخت کې ټینګار کوي چې ماشومان بېرته ښوونځيو ته ولاړ شي ځکه چې له زده کړو به نور د اوږدې مودې په مخه نه پاتېږي او استدلال کوي چې لږ عمره کسان د کویډ نولس ناروغۍ له ډېر خطر سره نه وي مخامخ.

په فرانسه کې له یولسو تر اتلسو کلونو پورې زده کوونکي باید د ټولګیو دننه او بهر ماسک وکاروي او دغه راز پر لویو غونډو هم ځینې بندیزونه لګېدلي دي.

په روسیه کې هم اوولس میلیونه زده کوونکي بېرته ټولګیو ته ستانه شوي دي، خو دوی ماسکونه نه کاروي.

په روسیه کې د مارچ په میاشت کې د زده کړو پرمهال له یوه بله د نژدې دوه متره واټن مراعتول شرط شول او بیا وروسته د اوړي د درېیو میاشتو په مخه زده کوونکي رخصت شول.

د روسیې د پوهنې وزارت په وینا د احتیاطي هڅو په لړ کې به سهار د ماشومانو تبه کتل کېږي او د ټولګو د بدلېدو رابدلېدو مخه یې نیول شوې ده.

په بریتانیا کې وروسته تر شپږو میاشتو ښوونځي پرانیستل شول او ماشومان باید له یوه بله روغتیایي واټن مراعات کړي.

د بریتانیا حکومت په پيل کې ویلي و چې ماسک ته اړتیا نه شته خو وروسته یې دا پرېکړه بدله کړه او په هغو ځایونو کې چې بندیزونه لګېدلي دي په ښوونځیو کې ماسکونه شرط دي.

په ورته وخت کې یو میلیون محصلین په بریتانیا کې بېرته پوهنتونو ته تګ ته چمتو شوي دي چې په څو اونیو کې به ورځي، خو استادان حکومت هڅوي چې پوهنتونونه دې ژر نه پرانېزي.

په روسیه کې نژدې یو میلیون، په بریتانیا کې څه باندې درې لکه پنځه دېرش زره او په فرانسه کې څه باندې دوه لکه اتیا زره کسان تر اوسه په کرونا ویروس اخته شوې دي.