ارګ وايي تمه لري چې د سولې په پروسه کې پېژندل شوې څېرې خپل رول ادا کړي.
دا خبره د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینهپال وروسته تر هغه ازادي راډیو ته وکړه چې یو شمېر سیاسي څېرو د ملي مصالحې په شورا کې خپل غړیتوب نهدی منلی.
حکومت د شنبې په ورځ د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي مصالحې د عالي شورا د غړو نوملړ اعلان کړ.
د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند دوا خان مینهپال یکشنبه ناوخته ازادي راډيو ته په دې اړه وویل: "سوله یوه ملي پروسه ده. په دې پروسه کې هر سیاسي شخصیت د افغانستان هره پېژندل شوې با نفوذه څېره او هر افغان خپل رول لري. ولسمشر د دوی رول ته په کتو باندې دوی ګمارلي دي، زموږ تمه هم دا ده چې دوی د سولې په برخه کې خپل رول ادا کړي."
مینهپال وروسته تر هغه دا څرګندونې وکړې چې یکشنبه پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملي مصالحې په عالي شورا کې خپل غړیتوب رد کړ.
کرزي په خپل فېسبوک او ټویټر په دې اړه په بیانونو کې ویلي چې دی د سولې لپاره هڅه د افغانستان د ټولو خلکو ملي هڅه بولي او په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي، خو په هېڅ حکومتي تشکیل کې برخه نهاخلي.
...به برخه وانخلي.
— Hamid Karzai (@KarzaiH) August 30, 2020
تر حامد کرزي وروسته د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاحالدین رباني هم چې د ملي مصالحې عالي شورا په اعلان شویو ۴۶ غړو کې شامل دی خپل شمولیت رد کړ.
ښاغلي رباني په یوه فېسبوکې پوسټ کې لیکلي چې جمعیت ګوند ان خپل مشر د سولې په لار کې قرباني کړ او چمتو دی چې په دې برخه کې هر ډول قرباني ورکړي، خو له دې چې مشوره ورسره نهده شوې د ملي مصالحې په شورا کې ونډه نهاخلي.
د ملي مصالحې عالي شورا د غړو د نوملړ په اړه تر ټولو وروستی غبرګون بېګا د ماليې د پخواني وزیر او په اسلاماباد کې د افغانستان د پخواني سفیر حضرت عمر زاخېلوال و چې انتقاد یې کړی. "سوله که د سولې په نوم د غنایمو وېش؟"
1/3: سوله که دسولې په نامه دغنایمو ویش؟ که دسولې لپاره نیت ریښتینی وای، که سوله له شخصي موقفه، چوکۍ او قدرته لوړه ګڼل کیدای، که دروان خونړي جنګ په اوسط ډول د ورځې دوه سوه وژل شویو څخه دیو جنازه کله دتصمیم نیونکي کور ته راغلې وای او یایې یتیم، کونډه، بوره، وراره کله...
— Dr Omar Zakhilwal (@DrOmarZakhilwal) August 30, 2020
د عمر زاخېلوال دا ټويټ چې ځیني نور مسایل له هغې ډلې په څو دندو د یوه شخص په ګمارنې یې انتقاد کړی د پخواني ولسمشر حامد کرزي له ټویټر بیا خپاره شوي.
ارګ په دې اړه رسماً څه نهدي ویلي، خو عارف صمیم د چارو ادارې یوه سلاکار چې پخوا د ولسمشر مرستیال ویاند هم و په ټویټر کې لیکلي چې "حکومت د کال ۴۰۰ میلیونه افغانۍ پخواني ولسمشر کرزي ته ورکوي او په تر ټولو خوندي کور کې اوسي، نو د ده په خبره ایا اوسیې وخت نهدی چې له دې امتیازاتو تېر شي."
The government allocates around AFn400 million to Karzai saheb’s expenses annually. He lives in the most secure government house. The government pays for his trips & staff, & his security is the same as the sitting President. Maybe it is time he relinquishes those privileges too? https://t.co/YyLYCD7cJH
— Samim Arif (@SamimArif) August 30, 2020
د ملي مصالحې عالي شورا د غړو نوملړ په اړه دا تازه غبرګونونه داسې وخت رامنځته شوي چې حکومت په دې وروستیو ورځو کې څو واره ویلي چې روانه اوونۍ بینالافغاني خبرې کوي.
طالبانو په دې ټينګار کړی چې حکومت باید لومړی د دوی پاتې ۳۲۰ بندیان خوشې کړي او بیا بینالافغاني خبرو ته ورسره کېني.