د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مخکېني کپټان محمد نبي نوی ریکارډ ټینګ کړ.
محمد نبي د کرابین د کرکټ په غوره لیګ کې چې په وېست انډیز کې روان دی په سنت لوسیا زوکس لوبډله کې لوبه کوي.
هغه لومړی کرکټر دی چې په یوه لوبه کې یې د مقابل لوري ۵ لوبغاړي وسوځول.
سنټ لوسیا زوکس لوبډلې پر ټویټر د محمد نبي له یوې وېډیویي مرکې سره چې د لوبې له میدانه خپره شوې لیکلي چې محمد نبي یادګار لوبه وکړه.
په دې وېډیويي مرکه کې محمد نبي ویلي چې "دا د ټولو هغو افغان کرکټرانو لپاره چې په سي پي ال کې دي ښه پيل دی، هغوی فوقالعاده لوبه کوي."
Mohammad Nabi has an inning to remember #ZouksSaChaud #ZouksOnFire #CPL20 #CricketPlayedLouder #SLZvSKP pic.twitter.com/nZiQdp0IaZ
— St Lucia Zouks (@Zouksonfire) August 27, 2020
کرکټ انسایدر انټرنټي خپرونې لیکلي چې د پنجشنبې په ورځ په سیالۍ کې څلور بېټس مینان/ توپ وهونکي په ۲۰ رنزو یا منډو کې د محمد نبي د استادۍ ښکار شوو.
محمد نبي تر سهیل تنویر وروسته، دوهم لوبغاړی دی چې د بنګلهدېش، هند، افغانستان او بېګ باش په غوره لیګ کې یې په یوه یوه لوبه کې څلور څلور وېکېټونه اخیستي وو.
محمد نبي ۳۵ کلن دی.
د کرابین په غوره لیګ (سي پي ال) کې د افغانستان شپږ پېژندل شوي کرکټران لوبه کوي، خو په بېلابېلو لوبډلو کې دي.
راشد خان په باربېډوس ټرنډنټس کې، مجیب په جمیکا تلاواس، نوینالحق په ګیانا امزون واریرس کې او محمد نبي، نجیبالله ځدراڼ او ظاهر خان په زوکس کې لوبه کوي.