ولسمشر غني ته د ځینو سیاسي څېرو لیک: شااوخوا کړۍ دې غواړي موږ په نښه کړي

ولسمشر غني ته د یو شمېر سیاسي څېرو د لیک لومړۍ پاڼه

یو شمېر افغان سیاسي څېرو ولسمشر ته په یو لیک کې په افغانستان کې د مرموزو وژنو په تړاو وضاحت غوښتی دی.

دوی ادعا کوي چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني شااوخوا کړۍ غواړي چې د حکومت منتقدین په نښه کړي.

جمهوري ریاست دا یوه سیاسي حمله ګڼي.

د یو شمېر افغان سیاسي څېرو له ډلې عبدالکریم خرم ټينګار کوي په دې وروستیو کې هغه کسان چې د سولې غوښتونکي دي په سیستماتیک ډول وژل کېږي او که چېرې حکومت په دې برخه کې اقدام ونه‌کړي د دغو وژنو مسؤل به حکومت وي.

ښاغلي خرم د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۰۶» ازادي راډیو ته وویل: "په دې وروستیو هغه کسان چې سیاسي فعالیتونه لري، هغه چې مستقل نظر لري، هغه څوک چې انتقاد کوي یا هغه چې د سولې غوښتونکي دي، هغوی له‌منځه وړل کېږي، که عمل ونه‌شي موږ د دې ټولو مسؤلیت حکومت ته راجع بولو."

عبدالکریم خرم

جمهور رئیس ته په دغه لیک کې چې یو شمېر رسنیو ته هم استول شوی د؛

  • رحمت‌الله نبیل،
  • عمر زاخېلوال،
  • عبدالکریم خرم،

په ګډون یو شمېر نورو سیاسي څېرو هم لاسلیک کړی او جمهور رئیس غني ته‌یې استولی دی.

په دغه لیک کې له ښاغلي غني غوښتل شوي چې په تېر یوه کال کې د ځنځيري او هدفي وژنو په تړاو یو پلاوی وټاکي او موضوع وڅېړي.

ولسمشر غني ته د یو شمېر سیاسي څېرو د لیک دوهمه پاڼه

دغه لیک جمهور رئیس ته داسې مهال استول کېږي چې تر دې وړاندې طالبانو ته په یو منسوب لیک کې یادو سیاسي څېرو ته د وژنې ګواښ شوی وو.

د دي ډلې یوه بل غړي فیض محمد ځلاند ازادي راډيو ته وویل، یو شمېر شواهد موجود دي چې په وروستیو وژنو کې د ولسمشر شااوخوا کړۍ لاس لري.

خو جمهوري ریاست دا یوه ادعا او د حکومت په وړاندې سیاسي حمله ګڼي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ازادي راډيو ته وویل: "دا یوه سیاسي حمله ده، دوی خپله په حکومت کې وو، زموږ غوښتنه دا ده چې دوی باید سیاسي چلند ونه‌کړي، افغان حکومت د بیان ازادۍ پلوي کوي او هېڅکله داسې کسانو ته خنډ نه‌جوړوي."

صدیق صدیقي

جمهوري ریاست همدارنګه له دغو ډلو غوښتنه کوي چې له دا ډول ادعاوو لاس واخلي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تر دې وړاندې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د پوهنتون استادان او سیاسي څېرې په نښه شوي، خو تر اوسه‌یې عاملین معلوم نه‌دي او چا یې مسؤلیت نه‌دی منلی.