د بین‌الافغاني خبرو لپاره د طالبانو په نوي پلاوي کې کوم کسان شامل دي؟

د ملا برادر په مشرۍ د قطر دفتر یو شمېر غړي

طالبانو د بین‌الافغاني خبرو لپاره د خپل نوي ټاکل شوي پلاوي نومونه په ډاګه کړل.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی چې د دغه ۲۱ کسیز پلاوي مشري کوي ازادي راډيو ته وویل چې د دغه ټیم ۶۵ سلنه‌یې د رهبرۍ شورا غړي دي.

خو پوښتنه دا ده چې د پلاوي غړي څوک دي؟

ښاغلي ستانکزي ازادي راډيو ته وویل: "شېخ عبدالحکیم، مولوي عبدالکبیر، مولوي نور محمد ثاقب، ملا محمذ زاهد احمدزی، ملا شیرین اخوند، ملا عبدالطیف منصور، قاري دین محمد، ملا عبدالسلام حنفي، ملا عبدالمنان عمري، شېخ محمد قاسم ترکمن، ملا محمد فاضل مظلوم، ملا نورالله نوري، ملا عبدالحق وثیق، مولوي مطیع‌الحق خالص، انس حقاني، ملا محمد نبي عمري، محمد سهیل شاهین، خیرالله خیرخواه، مولوي شهاب‌الدین دلاور او ملا فریدالله هغه کسان دي چې په بین‌الافغاني خبرو کې به د طالبانو استازیتوب کوي."

شېر محمد عباس ستانکزی

ښاغلی ستانکزی وایي، دا هغه کسان دي چې په بین‌الافغاني خبرو کې به د طالبانو استازیتوب کوي.

تر دې مخکې د یو لېست پر اساس چې د حکومت یوې سرچینې ازادي راډیو ته ورکړی وو د طالبانو د نوي ټاکل شوي هیئت د نوملړ له مخې، د دغې ډلې په مرکچي پلاوي کې ډېری هغه کسان غړیتوب لري چې د پېښور په اکوړه خټک، د کراچۍ جامعه فاروقیه، د کوېټې صالحه مدرسه، د کوېټې بهارالعلوم سریاب سټېشن او د میران‌شاه معبه العلوم کې زده‌کړې کړې دي. دې سرچینې د موضوع د حساسیت له کبله نه‌غوښتل چې نوم‌یې واخیستل شي.

'د بین‌الافغاني خبرو لپاره د طالبانو په مرکچي پلاوي کې ۱۷ تنه ټاکل شوي'

عباس ستانکزي د قطر او دغه‌راز له یو شمېر نورو هېوادونو غوښتنه وکړه چې قطر ته د دغه کسانو د رسولو په برخه کې مرسته وکړي او د ویزې اسانتیا ورته برابره کړي.

نوموړي وویل، دا با صلاحیت ټیم دی چې په خپلواکه توګه به د سولې اړوند مسایل مخ ته وړي.

ستانکزي له ښکېلو اړخونو هم غوښتنه وکړه چې د سولې د بین‌الافغاني خبرو په وړاندې پراته خنډونه لیرې کړي.

که څه هم ستانکزي خنډونه مشخص نه‌کړل، خو ظاهراً يې اشاره د طالبانو پاتې ۳۲۰ بندیانو ته وه چې تر دې دمه افغان حکومت نه‌دي خوشې کړي.

شېر محمد عباس ستانکزي تېره ورځ ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي و چې افغان مذاکراتي ټيم دې خبرو اترو لپاره چمتو واوسي.

خو د افغان مذاکراتي ټيم یو غړي عبدالحفیظ منصور وايي دوی له وړاندې د دغو مذاکراتو لپاره پوره چمتووالی لري.

عبدالحفیظ منصور

نوموړي د طالبانو د دغه نوي پلاوي د ټاکل کېدو په غبرګون کې ازادي راډيو ته وویل: "هغه کارونه چې د طالبانو تحریک کوي هغوی پورې اړه لري چې څو کسان ټاکي، څه کوي، د دولت لور ته اقدامات معلوم دي، موږ مرکچي پلاوی لرو، په دې برخه کې د دولت د لوړپوړو چارواکو ترمنځ لازمې همغږۍ شوي، موږ له دې اړخه له وړاندې کار پیل کړی او زموږ کاري چهارچوب روښانه او اعلان شوی دی."

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په رسمي بلنه اسلام‌اباد ته سفر وکړ.

ځيني سیاسي کارپوهان بیا د طالبانو د نوي هیئت ټاکل کېدل اسلام‌اباد ته د دغې ډلې د سیاسي دفتر د پلاوي سفر پورې تړلې بولي.

له دې ډلې په واشنګټن کې د افغانستان د سولې انسټټیوټ مشر او سیاسي کارپوه یاسر احمدزی وایي، دا ډله طالبانو جوړه کړې، خو د خبرو اجنډا به‌یې د پاکستان له لوري وي.

یاسر احمدزی

ښاغلی احمدزی زیاتوي: "په داسې یو حساس وخت کې د یو نوي هیئت جوړول دا په دې معنی ده چې دا به نوې او تازه اجنډاګانې چې د پاکستان له‌خوا د دوهم ځل لپاره پرې فکر شوی او دوی په دې وېره دي چې که دغه خبرې یو پړاو ته ورسېږي، نو دوی دې یوه بدیله ډله جوړه کړي چې حداقل هغه منابع او ګټې چې پاکستان‌یې په لټه کې دی او غواړي د افغانستان د سولې د خبرو اترو نه‌یې ترلاسه کړي، که څه هم دا ډله طالبانو جوړه کړې، خو دې کې هېڅ شک نه‌شته چې د پاکستان فرمایش به په دې کې وي."

خو پاکستان په ظاهره د افغان سولې د بهیر ملاتړ کړی.

تازه د دغه هېواد صدراعظم عمران خان د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته بلنه ورکړې ترڅو د سولې اړوند خبرې ورسره وکړي.

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون ازادي راډيو ته وویل چې عبدالله عبدالله د عمران خان بلنه منلې او تر بین‌الافغاني مذاکراتو وروسته به پاکستان ته سفر وکړي.