د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

د بین‌الافغاني خبرو لپاره د طالبانو نوی پلاوی، ایا قطر دفتر څنګ ته شوی؟


حکمت اعظمي
حکمت اعظمي

د طالبانو د قطر سیاسي دفتر غړی شېر محمد عباس ستانکزی چې د طالبانو له لوري د بین‌الافغاني خبرو لپاره د ۲۰ کسیز مرکچي پلاوي مشر ټاکل شوی وایي چې د اسلامي امارت مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د امارت په چوکاټ کې یو نوی ریاست چې هغه د بین‌الافغاني مذاکراتو د ریاست په نوم به یادېږي رامنځته کړ.

ښاغلي ستانکزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دغه ۲۰ کسیز مذاکراتي ټیم د سیاسي دفتر جلا یو با صلاحیته ټیم دی او په خپلواکه توګه به د خبرو اترو بهیر مخ ته وړي.

په دې اړه نوریاس نوري د افغانستان د شخړې او سولې د مطالعاتو د مرکز له مرستیال مشر حکمت اعظمي سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې دغه نوی چوکاټ څه ډول ارزوي ایا د قطر دفتر څنګ ته شوی؟

د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:51 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG