د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اسرائیل له صدراعظم سره ولیدل

(ښی) بنیامین نتانیاهو (کین) مایک پومپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو منځني ختیځ ته د پنځه ورځني سفر په پیل کې اسرائیل ته رسېدلی.

نوموړی به په دغه سفر کې له متحده عربي اماراتو سره د دغه یهودي دولت د اړیکو د عادي کېدو پر مسئلې تمرکز وکړي او هم به نور عربي هېوادونه دې ته وهڅوي چې دغه لاره تعقیب کړي.

پومپیو په بیت‌المقدس کې د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره د هغه په دفتر کې وکتل او تمه وه چې دواړه مشران به د اسرائیل او متحده عربي اماراتو ترمنځ د هغې تاریخي موافقې په اړه خبرې وکړي چې د واشنګټن په منځګړیتوب شوې او په وروستیو کې اعلان شوې ده.

نتانیاهو په خپل دفتر کې له پومپیو سره د لیدنې پر مهال

اسرائیل او متحده عربي اماراتو د اګسټ میاشتې په ۱۳مه اعلان وکړ چې د هغې موافقې له مخې یې په خپلو کې ټول ډیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړي چې د امریکا په منځګړیتوب شوې ده.

په دغه موافقه کې اسرائیل ژمنه کړې چې له خپلې خاورې سره د لوېدیځې غاړې د اشغال شویو سیمو د نښلولو پلانونه ځنډوي.

په دغې موافقې سره متحده عربي امارات د خلیج د سیمې لومړنی عربي او په سیمه کې درېیم عربي هېواد دی چې له اسرائیل سره بشپړې ډیپلوماتیکې اړیکې ټینګوي.

له دې مخکې اردن او مصر رسماً له اسرائیل سره اړیکې ټینګې کړې وې.

د خلیج یو شمېر هېوادونو د اسرائیل او متحده عربي اماراتو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو هرکلی کړی، خو ایران، ترکیې او دغه‌راز فلسطیني ادارې دغه اقدام غندلی دی.

د اسرائیل ترڅنګ به پومپیو متحده عربي اماراتو، بحرین، عمان، سوډان او قطر ته هم لاړ شي.

روېټرز د ځینو سرچینو له قوله وایي چې د پومپیو د سفر په اجندا کې دغه‌راز هغه امنیتي ګواښونه هم شامل دي چې د ایران او چین له‌خوا سیمې ته متوجې دي.

قطر ته په سفر کې پومپیو په پام کې لري چې د طالبانو له مشرانو سره وګوري او د افغانستان د حکومت او د دې ډلې ترمنځ د سولې د احتمالي خبرو په اړه چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره اساس جوړوي، خبرې وکړي.

په عین حال کې ټاکل شوې چې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ جګپوړی سلاکار او د هغه زوم جرېد کوشنر منځني ختیځ ته یو جلا سفر وکړي. اسوشیټډ پرس خبري اژانس د ډیپلوماتانو له قوله وایي چې کوشنر به د روانې اوونۍ په پای کې اسرائیل، بحرین، عمان، سعودي عربستان او مراکش ته ولاړ شي.

جرېد کوشنر

دغه سفرونه داسې مهال ترسره کېږي چې متحده ایالاتو د ایران د اټمي تړون په تړاو د هغه مېکانیزم د بېرته فعالېدو پروسه رسماً پیل کړې چې پر تهران د ملګرو ملتونو لګول شوي بندیزونه چې د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون له مخې ځنډول شوي و، بېرته جاري کوي.