ډیلي میل: لا هم ولسي خلک د روانې جګړې دروند پیټی پر ولو وړي

کابل کې د راکټي برید له امله ویشتل شوی د ولسي خلکو موټر- August 18, 2020

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، د سولې د خبرو اترو په ځنډېدو، طالبانو د لویو او درنې مرګ ژوبلې د بریدونو پر ځای په پلازمېنې کابل او شا او خوا ولسوالیو کې هدفي بریدونو ته مخه کړې.

ورځپاڼه لیکي، داسې ښکاري چې افغان امنیتي ځواکونه د دا ډول بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

ورځپاڼې په کابل کې د پولیسو د یو رینجر موټر عکس خپور کړی دی چې د یو مقناطیسي ماین چاودنه پرې شوې ده.

نیویارک ټایمز لیکي، کابل کې په ورځنۍ توګه په موټرو پسې د نښلول شویو مقناطیسي ماینونه د چاودنو شاهد وي او د شپې له خوا د کابل په چاپیره ولسوالیو کې موټرسایکل سپاره وسله وال پر دولتي مامورینو غلچکي بریدونه کوي.

ورځپاڼه وايي، د سولې خبرې ځنډیدلې.

طالبان د امریکا سره د تړون د یوې برخې په توګه په کابل ښار کې د لویو او درنې مرګ ژوبلې لرونکو بریدونو څخه ډه ډه کوي، خو د حکومت د دریځ د کمزوري کولو لپاره یې هدفي بریدونو ته زور ورکړی.

ورځپاڼې په کابل ښار، همدارنګه پغمان او قره باغ ولسوالیو کې وروستیو هدفي بریدونو ته اشاره کړې او وايي چې د تیرې اوونۍ په اوږدو کې ۱۷ وړې چاودنې او ترهګرېزې پېښې شوې دي.

  • ډیلي میل

په داسې حال کې چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د سولې د خبرو په ځنډېدو او د کابل پر امنیت یې پر اغېزو لیکنه کړې، ډیلي میل ورځپاڼې بیا په غزنې کې د یکشنبې د ورځې پر هغه چاودنه راپور لیکلی چې په کې د ښځو او ماشومانو په شمول اوه ولسي وګړي ووژل شول.

ورځپاڼه وايي، افغانستان کې د سولې د هڅو سربېره، لا هم ولسي خلک د روانې جګړې دروند پیټی پر ولو وړي.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده رسنیو ته ویلي، د دې کسانو موټر په جغتو ولسوالۍ کې په لوی لاره کې پر خښ شوي ماین برابر شوی چې چاودنې یې د موټر ټولې سپرلۍ وژلي.

په دې موټر کې درې ښځې، دوه ماشومان او دوه سړي سپاره وو.

ډیلي میل د ملګرو ملتونو یو وروستي راپور ته اشاره کړې چې په کې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان کې د ۱۲۸۲ ولسي وګړي د وژل کېدو او سلګونو نورو د ټپي کېدو یادونه شوې ده.

ملګري ملتونه وايي، افغان ښځې او ماشومان په مستقیمه یا غیرې مستقیمه توګه له جکړې اغېزمن شوي او د ولسي مرګ ژوبلې په سلو کې څلوېښت برخه جوړوي.

ډیلي میل وايي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو پیل د ۳۲۰ طالب بندیانو په خوشې کولو کې ځنډ له ناڅرګند برخلیک سره مخ کړی دی.