سپیدار: د ملي مصالحې عالي شورا د مرستیالانو او غړیو نوملړ اعلانوو

سپېدار ماڼۍ

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي، د دغې شورا د مرستیالانو او مشرتابه شورا د غړیو نوملړ چمتو شوی او ممکن نن یا سبا اعلان شي.

د دغې شورا ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو ته وویل، په مرستیالانو کې یوه ښځه او پنځه نارینه او په مشرتابه شورا کې یو شمېر جهادي مشران او د ده په خبره مطرحې با نفوذه سیاسي څېرې شاملې دي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي، د ملي مصالحې د مشرتابه شورا د غړو نوملړ ورستی شوی دی.

د دغې شورا ویاند فریدون خوځون د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ممکن دغه تشکیلات نن یا سبا اعلان شي.

هغه زیاتوي: "د ملي مصالحې عالي شورا د مرستیالانو او رهبرۍ شورا د غړیو په اړه بحث پای ته رسېدلی، نوملړ چمتو شوی، په مرستیالانو کې یوه ښځه هم شامل ده، نن یا سبا به اعلان شي."

فریدون خوځون

دغه راز ښاغلی خوځون وايي، د سیاسي هوکړې له مخې به د ملي مصالحې عالي شورا له طالبانو سره د سولې خبرې مخته وړي.

دا چې په دغه تشکیلاتو کې څوک شامل دي، ښاغلي خوځون یې په اړه جزئیات ورنه کړل، خو زیاته یې کړه، چې د شورا د تشکیلاتو په غړو کې د ټولنې د بېلابېلو اقشارو استازي شامل دي.

خو په ملي مصالحې عالي شورا کې یوې باخبره سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم او غږ یې خپور شي ازادي راډيو ته وویل، چې د دغې شورا په مرستیالانو کې له بابر فرهمند او اسدالله سعادتي سربېره، د عزیزالله دین محمد، عبدالسلام رحیمي، مولوي عطالله الرحمن سلیم او یوه ښځې نومونه هم شامل دي خو د ښځینه مرستیالې د نوم په اړه یې بې خبري وښوده.

سرچینه زیاتوي، چې د ملي مصالحې عالي شورا د مشرتابه په تشکيل کې د مخکیني ولسمشر حامد کرزي په ګډون، یو شمېر جهادي مشران، مطرحې سیاسي څېرې او بانفوذ کسان شامل دي، چې شمېر یې ۴۴ تنو ته رسېږي خو د شورا د عمومي مجمعې شمېر بیا له ۱۰۰ تنو اوړي.

د افغانستان د سولې او ملي یوالي شورا رئیس ګلرحمن قاضي وايي، د بین الافغاني خبرو په درشل کې دا یو ښه اقدام ګڼي.

د افغانستان د سولې او ملي یوالي شورا رئیس ګلرحمن قاضي

هغه زیاتوي: "دا ښه اواز، چانس او ښه فرصت دی، شورا باید په بین الافغاني خبرو کې په کلکه له ملي دریځ دفاع وکړي، داسې تصمیم ونیسي، چې په ملي ګټو ولاړ وي، افغانان باید له دې فرصت ښه ګټه واخلي."

د روان لمریز کال د غويي په ۲۸مه د ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه د ټاکنیز سیال عبدالله عبدالله ترمنځ د ټاکنو د نتایجو په اړه له ژور اختلاف وروسته سیاسي هوکړه وشوه چې په هوکړه کې د ملي مصالحې عالي شورا مشري عبدالله عبدالله ته وسپارل شوه.

په هوکړه کې ټینګار شوی و، چې د دولت عالي شورا به هم رامنځته کېږي، خو د ملي مصالحې عالی شورا ویاند وايي، چې په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی.