جوبایډن: د بریا په صورت کې د دیکتاورانو سپکونکې ورځې پای ته رسېږي

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د ډیموکرات ګوند نوماند جوبایډن

په امریکا کې ولسمشریزو ټاکنو ته د ډیموکرات ګوند نوماند جوبایډن وایي، که بریالي شی، د تیارو پر فصل به غلبه وکړي.

نوموړي، چې د دغه ګوند د رسمي کاندید په توګه قبول شوی، غوره کړې چې د نومبر د دریمې ټاکنو کې به ډونالډ ټرمپ ماتوي.

جوبایډن د ډیموکرات ګوند د رسمي کاندید په توګه د منل کېدو په لومړنۍ وینا کې وویل، که بریالی شي، د ده په ټکو (د دیکتاتورانو سپکونکې ورځې) به پای ته ورسوي.

بایډن ویلي، دی به له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره هم یوه ملي ستراتیژي جوړه کړي.

د ډیموکرات ګوند سږنۍ ملي کنګره د کورونا وبا له کبله په انلاین ډول جوړه شوې وه.

بایډن د دغې کنګرې په دریمه ورځ خپلو پلویانو ته وویل: "زه به داسې ولسمشر یم چې له خپلو متحدانو سره به درېږم، خپلو مخالفانو ته په ډاګه وایم چې د دیکتاتورانو د سرکښۍ ورځې پای ته رسېدلي."

د بایډن د دغو خبرو اشاره هغو اخیستنو ته وه چې ګنې په ټاکنو کې یې سیال او اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره تاوده اړیکې لري.

ډونالډ ټرمپ

بایډن ویلي، د کرونا ویروس په وړاندې د ډونالډ ټرمپ تګلاره له دغه وژونکي ویروسه د امریکایانو په ژغورلو کې ناکامه شوې او د ده په خبره دا یو نه بخښونکی عمل دی.

بایډن د امریکا د یووالي لپاره هم ټټر وواهه، هلته د پولیسو له خوا د یوه تورپوستي له وژل کېدو وروسته د توکم پالنې ضد اعتراضونو دغه هېواد د توکمیزې ویشنې له ګواښ سره مخ کړی و.

نوموړي ویلي، که امریکایان باور پرې وکړي، ښه والي ته به یې ملا وتړي او د روښنایي ملاتړی به پاته شي نه د تیارو.

د ډیموکرات ګوند د کنګرې له پای ته رسېدو وروسته اورلوبه وشوه او اور ګولۍ اسمان ته پورته شوې.

دا د جوبایډن سیاسي ژوند کې یوه لویه بریا وه، بایډن له دې وړاندې هم دوه ځلې ټاکنو ته درېدلی دی.

په کنګره کې د کلیفورنیا سناتورې کمالا هاریس ویلي، دا ځل ۷۷ کلن بایډن د خپل ګوند د تجربه لرونکو سیاستوالو له خوا سیالۍ ته درول شوی دی.

د بایډن سیال ډونالډ ټرمپ به راتلونکې اوونۍ د جمهوري غوښتونکو پهانلاین کنګره کې د هغه ګوند رسمي نوماند اعلانېږي.

ولسمشر ټرمپ د اګست په شلمه د خپل کمپاین یوې غونډې ته وویل چې جوبایډن یو سخت دریځه چپی دی او خبر داری یې ورکړ، که بایډن بریالی شي، د امریکایانو پر عوایدو به مالیه لوړه او په ښارونو کې به نارامۍ زیاتې شي.