امریکا په کابل کې د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو ستاینه کړې

د مشورتي لویې جرګې تصویر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو ستاینه کړې.

مایک پومپیو په یوه وینا کې ویلي دي چې واشنګټن له افغانستان سره د سولې، سوکالۍ او پرځان بسیاینې په برخو کې مرستې ته چمتو دی.

د متحدایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د سولې د مشورتي لویې جرګې له ګډونوالو غوښتي چې د ده په وینا له دې تاریخي فرصت څخه د داسې یوې سولې لپاره کار واخلي چې ګټه یې ټولو افغانانو ته ورسېږي، د سیمې له ثبات او د نړۍ له امنیت سره مرسته وکړي.

نن له بېلابېلو ولایتونو څخه له درې زرو زیات کسان په کابل کې راټول شوي څو د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه ولسمشر ته مشورې ورکړي.

مایک پومپیو

ښاغلي پومپیو جرګې ته په خپل پیغام کې ویلي، امریکا به طالبان وهڅوي چې د سولې د خبرو د پیل پر ژمنه عمل وکړي.

پومپیو ویلي دی مني چې د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کول یو غیرمعمول اقدام دی خو وايي د دې ګران اقدام نتیجه به هغه سوله وي چې افغانان او د افغانستان دوستان له ډېرې مودې راهیسې ورته انتظار دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وړاندې لیکلي چې د جګړې د کمېدو او مستقیمو خبرو د پیل نتیجه به د سولې موافقه او د جګړې پای وي.

له بلې خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه پیغام کې چې نن پر ټویټر خپور شو، د سولې مشورتي لویه جرګه د سولې د مستقیمو خبرو پر وړاندې د وروستیو خنډونو د له مینځه وړلو لپاره یو تاریخي فرصت بللی.

ښاغلي خلیلزاد د جرګې غړو ته د بریا هیله کړې او له هغوی څخه یې غوښتي دي چې هغو کسانو ته دې مخه نه ورکوي چې اوسنی حالت غوره ګڼي او د سولې د بهیر د ستونزمنولو هڅه کوي.

طالبانو ویلي چې له امریکا سره د سولې له موافقې سره سم یې د حکومت زر تنه بندیان خوشې کړي او تینګار کوي چې پاتې ۴۰۰ طالب بندیان هم چې حکومت خطرناک مجرمان بللي دي، د دوی له لیست سره سم خوشې شي.

افغان حکومت د دې بندیانو له ډلې ۲۰۰ کسان پر بهرنیو سفارتونو، عامه تاسیساتو او دولتي ادارو د حملو د پلانونو په جوړولو تورن کړي دي او وايي، دا کسان د قتل، د مخدرو موادو د قاچاق او اخلاقي فساد لویې جرمي دوسیې لري خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین آزادۍ راډیو ته وویل چې د حکومت دا تورونه بې بنسټه دي.

شاهین وویل، حکومت دا تورونه ځکه لګوي چې غواړي د بندیانو د خوشې کولو بهیر وځنډوي.

له دې مخکې امریکايي چارواکو وړاندیز کړی و چې کېدای شي دا لانجمن بندیان د افغانستان له زندانونو څخه داسې یوه بل ځای ته انتقال شي چې حکومت او طالبان دواړه څار پرې وکړای شي.