امریکا: ایران د تروریزم لومړی نمبر ملاتړ کوونکی هېواد دی

کیلي کرافټ

په ملګروملتونو کې د امریکا سفیره وايي چې ایران د تروریزم لومړی نمبر ملاتړ کوونکی هېواد دی.

په ملګروملتونو کې د امریکا سفیرې روسیې او چین ته خبرداری ورکړ چې که په امنیت شورا کې پر ایران د وسلو د بندیز د تمدید لپاره د امریکا طرح ویټو کړي نو په نړۍ کې د تروریزم له لومړي نمبر ملاتړکوونکي سره به یې مرسته کړې وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د چارشنبې په ورځ وویل چې امریکا په پام کې لري راتلونکې اونۍ د امنیت شورا غونډه راوبولي څو پر ایران د وسلو د نړیوال بندیز د تمدید د طرحې مسودې ته رایې ورکړي.

د دې بندیزونو د اعتبار موده په اکټوبر میاشت کې پای ته رسېږي.

مایک پومپیو

د پومپیو له څرګندونو وروسته په ملګروملتونو کې د متحدایالاتو سفیرې کیلي کرافټ د ایران لپاره د واشنګټن له ځانګړي استازي براین هوک سره یوځای په دې اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.

له دې خبري غونډې څو ساعته وروسته ښاغلي هوک خپله استعفا اعلان کړه.

د روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي چې که د امریکا طرح د امنیت شورا د ټولو ۱۵ غړو تر ټولو لږې رایې چې نهه دي وګټي نو دوی به یې ویټو کړي.

دواړو هېوادونو تېره میاشت د ملګروملتونو سرمنشي انټونیوګوټیریش او امنیت شورا ته په جلا لیکونو کې د امریکا پر دې هڅو سخت انتقادونه وکړل.

په ملګروملتونو کې د امریکا سفیرې وویل هېواد یې هیله لري چې روسیه او چین به په منځني ختیځ کې د سولې اهمیت ته وګوري خو مېرمن کرافټ زیاته کړه چې د روسیې او چین ترمنځ ملګرتیا ښکاره ده.

هغې یادونه وکړه چې روسیه او چین له خپلو سرحدونو بهر له ګډوډۍ، کړکېچ او تشدد سره مرسته کوي، نو ځکه دې د دواړو هېوادونو د منزوي کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خبریالانو ته په خپلو وروستیو څرګندونو کې وویل چې ځینې هېوادونه غواړي پر ایران وسلې وپلوري خو هغه خبرداری ورکړ چې دا کار به منځنی ختیځ نور هم بې ثباته کوي، اسرائیل او اروپا ته به ګواښ وکړي او د امریکایي وګړو ژوند به له خطر سره مخامخ کړي.

واشنګټن ګواښ کړی چې که امنیت شورا د بندیزونو د مودې له پای ته رسېدو وروسته ایران د وسلو له پلور او پېر څخه منع نه کړي نو د ملګروملتونو د ټولو بندیزونو ټولګه به پر دې هېواد ولګوي.

د بندیزونو ټولګه هغه میکانېزم دی چې د ۲۰۱۵ میلادي کال په اټومي موافقه کې یې یادونه شوې وه.

د دې میکانېزم له مخې که د ایران سرغړونه ثابته شوې وای نو ټول بندیزونه پرې لګېدل.