ایا د سولې مشورتي لویه جرګه به افغان حکومت خپل هدف ته ورسوي؟

آرشیف

په پام کې ده چې نن په کابل کې په یوه مشورتي لویه جرګه کې د څلورسوه طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه بحث وشي.

دا جرګه د پرېکړو صلاحیت نه لري او لکه چې نوم یې مشورتي دی یوازې ولسمشر ته سلامشورې ورکوي.

د پنځه زره طالب بندیانو له ډلې د ۴۰۰ کسانو د خوشې کولو مسئله وروسته له هغه لانجمنه شوه چې افغان حکومت وویل دې کسانو لوی جرمونه کړي او حکومت یې د خوشې کولو صلاحیت نه لري.

طالبانو دا جرګه رد کړې او د حکومت ځینو منتقدانو هم فرمایشي لویه جرګه بللې ده.

احمدتکل د دې جرګې د مشورو د مشروعیت په اړه د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د استاد نصرالله ستانکزي نظر پوښتلی.

ښاغلی ستانکزی لومړی دې پوښتنې ته ځواب وايي چې دا جرګه به ولسمشر او افغان حکومت هغه هدف ته چې دا جرګه یې ورته جوړه کړې ده ورسوي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندی لینک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

نصر الله ستانکزي سره مرکه