ارګ: مشورتي لویه جرګه کې پر مهمو مسایلو پرېکړې کېږي

ارګ

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، چې د سولې په اړه جوړېدونکې مشورتي لویه جرګه به درې ورځې دوام وکړي او په مهمو مسایلو به په کې پریکړې وشي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي کابل کې خبریالانو ته وویل، په جرګه کې به د ۴۰۰ طالب زندانیانو په اړه له پریکړې سربېره ولسمشر د خلکو له استازو واوري چې څه ډول سوله غواړي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د سولې مشورتي لویه جرګه به حکومت ته د سولې په اړه استقامت ورکوي او د سولې لاره به مشخصه کړي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د سې شنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دغه جرګه د درې مهمو موخو لپاره جوړېږي او درې ورځې به دوام وکړي.

هغه زیاتوي: "ممکن جرګه درې ورځې دوام وکړي، د درې هدفونو لپاره جوړېږي، لومړی د ۴۰۰ د خلاصون په اړه د خلکو پرېکړه، بله ولسمشر له خلکو اوري چې څنګه او څه ډول سوله غواړي او دریم حکومت به خپل انکشافي پروګرام له خلکو سره شریک کړي."

افغان حکومت وایي، ټاکل شوې چې د راتلونکې جمعې په ورځ چې د اګسټ اوومه کېږي مشورتي لویه جرګه رابولي.

صدیق صدیقي

ښاغلي صدیقي زیاته کړه چې د پلوماسۍ په چوکاټ کې افغان ولسمشر غني د ازبکستان، اذربایجان، ترکمنستان، ایران له ولسمشرانو او د همداشان د هند او پاکستان له لوموړي وزیرانو سره ټیلیفوني خبرې کړې.

صدیق صدیقي وايي، چې په دغو خبرو کې د سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع او د افغانانو په مالکیت د سولې په اړه له مقابل لوري محمد اشرف غني ته د هر اړخیزو همکاریو د ملاتړ ډاډ وکړی.

د ولسمشر ویاند وايي، چې د سولې او بین الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره افغان حکومت ۴۶۰۰ طالب زندانیانو د ازادېدو په ګډون کوټلي او د پام وړ اقدامات کړي او اوس افغانانو او نړیواله ټولنه د طالبانو اقدام ته په تمه یو.

امریکا او طالبانو د فبرورۍ پر ۲۹ د سولي یوه موافقه لاسلیک کړه چې له مخې یې د افغان حکومت او طالبانو له خوا د یوبل بندیانو په خلاصون سره باید بین الافغاني خبري پیل شي، خو تراوسه هم نه دي پیل شوې.

په ورته وخت کې طالب ویان ذبیح الله مجاهد وايي، چې د دوی له اړخه د بین الافغاني خبرو د پيل لپاره ټول کارونه شوي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړه، دوی هم په تمه دي چې حکومت د بین الافغان خبرو د پیل لپاره د طالبانو د ازادېدو پروسه بشپړه کړي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د دوشنبه په ماښام په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر سره ویډیویې خبري کړي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټر لیکلي چې دواړو لورو د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په اړه بحث درلود او د افغان حکومت لخوا یې د پاته بندیانو خوشې کېدل مهم وبلل.