پر چینايي کمپنیو د نورو بندیزونو په اړه چین ته د امریکا ګواښ

ارشیف

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي امریکايي کمپنۍ د چین په شین جیانګ کې د بشري حقونو له سرغړونو خبرې شوي او په کار ده چې په خپلو کارونو بیا کتنه وکړي.

هغه وویل د چین کمونېست ګوند له اویغور مسلمانانو سره په شین جیانګ کې ډېر ناوړه چلند کوي.

امریکا ګواښ کوي چې له اویغور مسلمانانو سره د ناوړه چلند دوام به په چینايي کمپنیو د امریکا د بندیزونو د زیاتېدو لامل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو وویل امریکایي کمپنۍ اوس د چین په شین جیانګ کې له اویغوریانو سره له ناوړه چلند خبرې شوي او امریکا هم هغه چینايي کمپنۍ هدف ګرځوي چې په دې ناوړه چلند سترګې پټوي.

پومپیو پرون له فاکس نیوز ټلوېزیون سره په دې اړه مرکه درلوده.

مایک پومپیو

ښاغلي پومپیو زیاته کړه: "موږ هلته په بوختو اشخاصو باندې د سوداګرۍ په برخه کې بندیزونه لګول پيل کړي. د بندیزونو په وروستۍ بسته کې چې د خزانې وزارت‌یې وړاندې کوي هغو کمپنیو ته ګوتڅنډنې شوي چې هلته کاروبار کوي. هغوی باید خپل چلند بدل کړي، هغوی باید له جبري کارګر ګمارنو لاس په سر شي، هغوی باید په داسې سیستمونو کې له ګډون لاس واخلي چې خلک په زور عقیموي، په [ښځو باندې] په زور سقط پرې کوي. دا ډېر ناوړه کارونه هلته روان دي."

پومپیو وویل تازه همدا څو ورځې دمخه د مالوچو یا کاټن په یوې تولیدي کمپنۍ چې له لوېدیځ سره‌یې هم کلکه سوداګري درلوده، بندیزونه لګول شي.

ښاغلي پومپيو له فاکس نیوز سره په دې ۱۳ دقیقه‌يي مرکه کې وویل چې له ولسمشر ډونالد ټرمپ‌یې غوښتي د چین په یو شمېر نرمکالي/ یا سافټویر کمپنیو بندیزونه ولګوي.

هغه د ټیک‌ټاک په نوم د یوه مشهوره وېډیو جوړوونکي اپلېکېشن یادونه وکړه، وي چټ او ځینې نور یې هم یاد کړل چې په خبره‌یې د چین کمونېست ګوند ته د خلکو معلومات ورکوي او دا د امریکا ملي امنیت ته خطر پېښوي.

ټیک‌ټاک

چینايی چارواکو د پومپيو د دغو تازه څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي، خو د جمعې په ورځ د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبين ویلي و چې د امریکا له‌خوا د چین ضد بیانونه به چینایان لا سره یو کړي.

هغه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو تورن کړی و چې څو واره‌یې په چین باندې ناسم بندیزونه لګولي دي.