د برازیل امازون ځنګلونو کې د تېر کال په پرتله ۲۸ سلنه اور زیات شوی

د برازیل امازون ځنګلونه

د برازیل په امازون ځنګلونو کې د تېر کال په پرتله د جولای په میاشت کې د اورونو شمېر په سلو کې ۲۸ زیات شوی دی.

دې مسئلې یو وار بیا اندېښنه پارولې چې دا ځنګلونه به چې د ځمکې د سږو حیثیت لري، سږ کال بیا په اورونو کې لولپه شي.

د هغو معلوماتو پر اساس چې د برازیل فضايي ادارې پرون (د اګسټ په لومړۍ نېټه) خپاره کړل، تېره میاشت په امازون ځنګلونو کې ۶ زره ۸۰۳ اورونه ثبت شوي چې د تېر ۲۰۱۹ م کال د جولای تر میاشتې ۵ زره ۳۱۸ زیات دي.

د برازیل د امازون په ځنګلونو کې عموماً د جون او اوکټوبر د میاشتو ترمنځ اورونه بلېږي.

متخصصان خبرداری ورکوي چې که سږ کال د دغو ځنګلونو ډېره برخه وسوځي، د ځمکې او انسانانو لپاره به‌یې پایلې له ناورینه کمې نه‌وي.

ساینسپوهان د برازیل ځنګلونه د ګلتوني ګازونو د ډېرېدو او د اقلیمي بدلون د مخنیوي لپاره ډېر مهم بولي.