ایا د طالبانو نظر دومره بدل شوی چې د تېرو ۱۸ کلونو ډیموکراتیک بدلون ومني؟ 

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي

ایا د طالبانو په نظر کې دومره بدلون لیدل کېږي چې په افغانستان کې د وروستیو ۱۸ کلونو ډیموکراتیک بدلون په‌کې ځای شي؟

له کله چې له طالبانو سره د امریکا حکومت د سولې د موافقې بحث جدي شوی، په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د ښځو د حقونو مدافعانې مکرراً د ټولنیزو رسنیو پر سایټونو لکه فېس‌بوک او ټویټر کمپاینونه کوي او نارې وهي چې خپل حق نه‌شي قرباني کولائ.

'زما سره کرښه' او د 'افغانستان ښځې شا ته نه‌شي تلائ' یې دوه ښې بېلګې دي.

په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره، شکریه بارکزۍ چې د وروستي کمپاین غړې ده وايي چې د افغانستان د سولې لپاره باید د بحران دواړو خواوو ته د باور فضا جوړه شي.

شکریې بارکزۍ له ازادي راډیو سره په مرکو کې مکرراً ویلي چې داسې نه ورته برېښې چې حکومت پر طالبانو او طالبان پر حکومت باور لري.

شکریه بارکزۍ

په دې منځ کې، د مېرمن بارکزۍ په وینا، د ښځو د تعلیم او کار حق باید قرباني نه‌شي.

شکریه بارکزۍ وویل: "دا ډېره مهمه مسئله ده چې د افغانستان ښځې نه‌غواړي چې هغه پرمختګ چې ښځو په وروستیو ۱۹ کلونو کې کړی او د دې پرمختګ لپاره‌یې قرباني ورکړې، د سیاسي معاملې قرباني شي."

  • افغانان جبري سوله نه‌غواړي

شکریې بارکزۍ له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې د افغانستان خلک سوله غواړي، خو داسې سوله چې عدالت تأمین کړي او قانون ورسره پلی شی نه داسې سوله چې پر خلکو جبر وکړي.

له طالبانو سره د خبرو او هغوی ته د افغانستان په سیاسي چوکاټ کې د ځای ورکولو بحث په غیر رسمي ډول هغه مهال لا پیل شوی و چې په دوحه کې د هغوی سیاسي دفتر پرانیستل شو.

په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر د ۲۰۱۳ میلادي کال په جون کې پرانیستل شو.

هغه مهال بارک اوباما د امریکا ولسمشر و. د امریکا د نشنل پبلک راډيو 'ان‌پي‌ار' په یوه څېړنیز راپور کې ویل شوي چې د دې دفتر په پرانیستلو کې د افغانستان او پاکستان لپاره هغه مهال د امریکا د حکومت ځانګړي استازي، رېچارد هولبروک مهم رول درلود او د افغانستان ځيني پېژندل شوي امریکايي څېړونکي لکه بارنت روبین هم منډې ترړې په‌کې کړې دي.

بارک اوباما

په دوحه کې طالبانو ته د سیاسي دفتر لپاره ځای ورکول، دا چې طالبانو پر خپل دفتر د اسلامي امارت بیرغ ځړولی و او د طالبانو د استازو نړیوال سفرونه هغه ډېر جنجال پاروونکي مسایل و چې پراخ بحثونه ورباندې وشول.

بالاخره له طالبانو سره د امریکا حکومت د مخامخ مذاکرو مسئله رسماً په ۲۰۱۸ میلادي کال کې مطرح شوه او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ زلمی خلیلزاد د دې خبرو د پر مخ بیولو لپاره وټاکه.

امریکا له طالبانو سره د فبرورۍ په ۲۹مه، د سولې موافقه وکړه.

په دې موده کې، یو عمده سؤال چې په افغانستان او بهر کې د بشري حقونو فعالان، حکومتونه او وګړي یې مطرح کوي د افغانستان د ډیموکراسۍ برخلیک دی.

  • طالبان په ابتدا کې څوک ول؟

په امریکا کې د بهرنیو اړیکو د څېړنې شورا (کونسل ان فارین رېلېشن) په یوه راپور کې لیکلي چې د طالبانو تحریک له یو شمېر پخوانیو مجاهدینو جوړ شو. د طالبانو په حرکت کې هغه ځوان افغانان هم و چې د پخواني شوروي له‌خوا د افغانستان د اشغال په کلونو کې په پاکستان کې اوسېدلي او هلته‌یې په مدرسو کې سبقونه ویلي وو.

طالبانو د بلوچستان له‌خوا د کابل پر لور چې د برهان‌الدین رباني له فساده ډک حکومت په‌کې ټینګ و، حرکت وکړ.

برهان‌الدین رباني

د طالبانو رژیم له ۱۹۹۴ میلادي کاله چې کندهار یې ونیو د ۱۹۹۶ کال د سپټمبر تر میاشتې له هرات تر بدخشانه تقریباً ټول افغانستان تر خپل واک لاندې کړی و. یوازې په خال خال سیمو کې يې پر ضد مقاومت موجود و. د طالبانو د رژيم اساسي بهرنۍ ستونزه دا وه چې د اسامه بن لادن په ګډون‌یې د القاعده شبکې ترورېستانو ته ځاي ورکړی و.

له دې کبله په نړیواله ټولنه کې له پاکستان، ترکمنستان او ځیني نورو هېوادونو پرته چا په رسمیت ونه‌پېژندل.

خو په کور یې ډېرې اساسې مسئلې پېښې کړې وې چې د جګړې ترڅنګ خلک ورڅخه کړېدل.

  • طالبانو د نجونو تعلیم ته اجازه نه‌ورکوله.
  • ښځو ته‌يې د کار اجازه نه‌ورکوله.

هغه مهال یوازې د نسايي او ولادي برخې ښځینه ډاکترانو تر خاصو شرایطو لاندې د کار اجازه درلوده.

سینما، موسیقي، تیاتر، نقاشي او داسې نورو هنرونو نور د افغانستان د خلکو په ژوند کې ځای نه‌درلود.

د بودا د سترو مجسمو تخریب د نړۍ په تاریخ کې ثبت شوې حادثه او د طالبانو د رژیم د سخت دریځ ښه بېلګه ده.

  • خو د افغانستان د نوي نسل خلک بیا داسې نظر منلائ شي؟

د امریکا د نړیوالو پراختیايي مرستو ادارې (یو.اس.اېډ) د تېر کال په سپټمبر میاشت کې یو راپور خپور کړ او ویې‌ویل چې په افغانستان کې ۹ میلیونه ماشومان ښوونځي ته ځي چې ۳ میلیونه‌یې نجونې دي.

په راپور کې د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت په حواله ویل شوي چې ۳۰۰ زره افغان ځوانان په پوهنتونونو کې زده‌کړې کوي چې تر یو لک زیاتې نجونې دي.

په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې، نی په وینا دا هېواد اوس د ټولې سیمې په کچه د رسنیو ښه قانون لري. افغانستان د روانې جګړې له کبله د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی هېواد دی. له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې په دې هېواد کې ۱۲۰ کورني او بهرني خبریالان وژل شوي دي.

مجیب خلوتګر

د نی مشر، مجیب خلوتګر د رسنیو د څارنې د کارپوهانو ادارې (میډیا لندسکېپس) چې په اروپا کې د رسنیو د ازادۍ مرکز یې ملاتړ کوي، په یوه مقاله کې لیکلي چې له ټولو ستونزو سره په دې هېواد کې تر ۴۶۴ زیاتې رسنۍ فعالیت کوي او په ښاري سیمو کې ټلوېزیون د خلکو محبوبه رسنۍ ده.

د طالبانو د رژیم پر مهال د افغانستان مذهبي اقلیتونه تر سخت فشار لاندې و.

د هندوانو او سېکهانو ټولنې ته د ژوند او کار لپاره ځانګړې کرښې ایستل شوې وې او د شیعه مسلمانانو د ټولنې لویه برخه ایران او نورو سیمو ته وتښتېده.

خو د افغانستان نوي اساسي قانون د دې هېواد ټولو وګړو ته له هر توپیر پرته مساوي حق ورکړی دی.

  • ایا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سیمو کې موجود حالت د هغوی نظر او دریځ نه‌څرګندوي؟

د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسون د ښځو د برخې مسؤله، شبنم صالحي همدا پوښتنه کوي.

صالحي له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل: "په هغو سیمو کې چې اوس‌مهال د وسله‌والو طالبانو په لاس کې دي د نجونو تعلیم اجازه نه‌لري. ښځې کار نه‌شي کولائ، له نارینه پرته له کوره بهر نه‌شي ګرځېدلائ. زموږ تر مخ پراته حقایق او تجربه څرګندوي چې د طالبانو نظر نه‌دی بدل شوی."

شبنم صالحي

شبنم صالحي وویل چې تېر ۲۰۱۹ میلادي کال له هغو سیمو چې د طالبانو په لاس کې دي د ۱۷ صحرايي محاکمو راپور ورته رسېدلی دی.

د طالبانو تر لاس لاندې سیمو کې، مکرراً پر هغو ښځو چې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې کار کوي خونړۍ حملې شوې دي.

د بېلګې په ډول، د شنبې په ورځ د غزني د محابسو د ریاست د مأمورې، فاطمې فیضي سوری سوری جسد د غزني د اندړو په ولسوالۍ کې وموندل شو.

هغه د غزني د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکې وه او مړی یې د غزني د اندړو په ولسوالۍ کې چې اکثره سیمې یې د طالبانو په لاس کې دي، وموندل شو.

فاطمه رجبي دوه اوونۍ مخکې جاغوري ته په لاره کې تښتول شوې وه.

د فاطمې رجبي کورنۍ رسنیو ته وویل چې هغوی په قره‌باغ کې د طالبانو له یوې ډلې سره د خپلې خورې د ازادۍ په اړه خبرې کړې وې، طالبانو ته‌یې د سیمې د مشرانو یوه جرګه‌ګۍ هم وروستې وه، خو ونه‌توانېدل چې هغه وژغوري.

د هغې د کورنۍ غړو ویلي چې پر جسد یې د مرمیو ۸ سوري لیدل کېدل او معلومېدل چې شکنجه شوې وه. د غزني د والي ویاند رسنیو ته وویل چې طالبانو په ابتدا کې ویلي و چې فاطمه رجبي په دې شرط خوشې کوي چې له کاره به لاس اخلي، خو وروسته‌یې مړی په اندړو کې پيدا شو.

طالبانو ویلي چې دوی د پېښې په اړه څېړنې کوي.

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان د جون په میاشت کې یو راپور خپور کړ چې په هغه کې د اسیا په چارو کې د دې سازمان مرستیالې، پترېشا ګاسمن په حواله په زغرده لیکل شوي وو چې د طالبانو تر لاس لاندې سیمو کې د ښځو او نجونو پر حق سخت تېری کېږي، د بیان او رسنيو ازادي محدوده ده او خلک له طالبانو د سؤال کولو حق نه‌لري.

پترېشیا ګاسمن

  • په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر څه وايي؟

د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه چې طالبانو په دوحه کې له امریکا سره د سولې موافقه لاسلیکوله، په دوحه کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین د دغو مراسمو په څنډه کې د ازادي راډیو له خبریال احمد تکل سره په مرکه کې وویل چې اوسنی اساسي قانون چې په اساسه فضا کې نه‌دی جوړ شوی، د اشغال د فضا تر سیوري لاندې جوړ شوی، په هغه کې داسې مواد دي چې د یرغلګرو قواوو ګټې يې په نظر کې نیولې وې، موږ داسې اساسي قانون غواړو چې د حریت په فضا کې جوړ شوی وي او د افغانانو غوښتنو ته ځواب ووایي.

په قطر کې له طالبانو سره د هوکړې لاسلیک

  • د ازادي راډیو پوښتنه: په اساسي قانون کې څه ډول تغییر؟

سهیل شاهین: "زه فکر کوم د افغانستان ټول خلک مسلمانان دي. میلیونونه قرباني یې د خپل وطن د ازادۍ لپاره ورکړې. راتلونکی اساسي قانون باید د اسلامي ارزښتونو، د مسلمانانو د ارمانونو څرګندوی وي. داسې نه‌وي چې قانون د پردیو د ګټو څرګندوی وي."

د ازادي راډیو پوښتنه: خلک غواړي وپوهېږي چې د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو نظر بدلون کړی؟ تاسو له خپل پخواني دریځه څومره انعطاف ته تیار یاست؟

سهیل شاهین: "ځیني کسانو په موږ تورونه لګول او پلمې یې لټولې او یوه پلمه‌یې دا وه چې طالبان د ښځو حقونه نه‌مني. زه فکر کوم چې د ښځو دوه اساسي حقونه دي چې یو تعلیم دی او بل کار دی. موږ له دې سره هېڅ مشکل نه‌لرو، خو هغوی مسلمانانې دي او دا یوه اسلامي ټولنه ده، نو هغوی باید اسلامي حجاب مراعت کړي، نوره ستونزه به ان‌شاالله نه‌وي."

د ازادي راډیو پوښتنه: مثلاً، سندرغاړي او موسیقي به اجازه لري؟

سهیل شاهین: "موږ اسلامي ټولنه لرو، اسلامي علما لرو او بین‌الافغاني مذاکرې د همدې لپاره کېږي. موږ به د ټولو اصولو له مخې دې ته یو چوکاټ ولرو او په بین‌الافغاني مذاکراتو کې به حل ورته پیدا کوو او هلته به هر مشکل ته کتل کېږي او پرېکړه به کېږي چې کوم شي ته اجازه ورکول کېږي یا نه‌ورکول کېږي، هلته به هغه وضاحت موجود وي."

سهېل شاهین د ستونزمنو مسئلو حل بین‌الافغاني خبرو ته پرېښود.

Your browser doesn’t support HTML5

شاهین: د توافقنامې مواد عملِي کېږي

د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو لپاره پيل ته انتظار او دا چې هلته به د ښځو پر حقونو څه خبرې او فیصلې وشي، په کابل کې د ښځو د حقونو په مدافعانو کې تلوسه او اندېښنه لا زیاته کړې ده.

په کابل کې د ښځو د حقونو یوې مدافعې، ماریا توتاخېل ازادي راډیو ته وویل: "نور دې سیاستوال موږ ته نه‌راښيئ چې موږ څه وکړو، موږ مسلمانې، افغانې یو، خپل حد پېژنو، دوی دې نور د سیاسي ګټو لپاره زموږ پر حجاب لوبې نه‌کوي."

د کابل پوهنتون استادې، محمودې تقوا ازادي راډیو ته وویل، ګومان نه‌کوي چې نور به طالبان د ښځو له دې بنیادي حقونو سره مخالف وي.

خو ۲۸ کلنه زرمینه په دې باور ده چې سره له دې چې هر وګړی د اټکل حق لري، خو د طالبانو نظر به یوازې هغه وخت چې د افغانستان له حکومت سره خبرو ته کېني معلومېږي. زرمینه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سیمه کې ژوند کوي او په مستعار نوم‌یې له ازادي راډیو سره خبرې کولې.

هغې وویل: "دلته، د مازدیګر تر لمانځه وروسته څوک حتی ټیلیفون نه‌شي کولائ، نو وبه ګورو چې د مذاکرو په وخت کې طالبان څه وايي؟"

د زرمینې په باور د رښتیا میدان د بین‌الافغاني خبرو مېز دی.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سیمو کې ښځې هم د افغانستان وګړې دي او نظر لري، خو د سولې په مذاکرو کې د طالبانو له لوري هېڅ ښځه نه‌ده شامله شوې.

  • د سولې خبرې به کله پيلېږي؟

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین تېره اوونۍ پر ټویټر ولیکل چې که حکومت د دوی ټول ۵،۰۰۰ بندیان خوشې کړي، تر لوی اختر وروسته د سولې خبرې پيلولائ شي.

د افغانستان جمهور رئیس، محمد اشرف غني د جولای ۲۸مه، وویل چې د دې شرط له بشپړېدو سره، په یوه اوونۍ کې د سولې خبرې پيلېدلائ شي.

دا به د خبرو تر پیل وروسته معلومېږي چې له څو وګړو جوړې، دوه ډلې به د بیان پر ازادي، د رسنیو پر خپلواکي، د مذهبي لږکیو او په ټوله کې د افغانستان د میلیونونو وګړو د بنیادي انساني حقونو د برخلیک په اړه څه ډول پرېکړې کوي.

له طالبانو سره د حکومت په ۲۱ کسیز مذاکره کوونکي پلاوي کې پنځه ښځې شاملې شوې دي. تمه ده چې هغوی به لږترلږه د ښځو پر حقونو د طالبانو له مرکچیانو سره کلکې چنې ووهي.