طالبان: زموږ د ۱۷۲ بندیانو په اړه د افغان حکومت لېست غلط دی

ارشیف، د افغان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي افغان طالبان

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې او خوشې کېدو د لړۍ بشپړېدو ته په نږدې کېدو سره د دواړو لورو له‌خوا پر یو بل د تورونو لړۍ هم حساسېږي.

طالبان وایي د دوی د ازاد شویو بندیانو په اړه د افغان حکومت په لېست کې چې د دوی تخنیکي ټیم ته ورکړل شوی دی د ۱۷۲ بندیانو په اړه معلومات غلط دي.

طالبان ادعا کوي چې دوی دا موضوع ثابته کړې او حکومت هم ورسره منلې ده، خو افغان حکومت دا ادعاوې ردوي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د زمري ۰۷» ازادي راډیو ته د دغو غلطیو په اړه وویل چې په یاد لېست کې حکومت د ۷۱ هغو کسانو نومونه ورکړي چې په خبره‌یې لا هم په زندان کې دي.

مجاهد دا هم وايي چې حکومت ۷۲ داسې بندیان هم ازاد کړي چې د دوی له لوري حکومت ته په ورکړل شوي لېست کې یې نومونه نه‌شته.

د افغان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالب زندانیان

نوموړی زیاتوي چې ممکن څارنوالانو ته رشوتونه ورکړل شوي وي چې دغه بندیان د طالبانو په نوم خوشې شي.

د ده په خبره، د ۲۳ کسانو نومونه د ازاد شویو په لېست کې تکراري راغلي.

ذبیح‌الله مجاهد وايي، ۶ کسان بیا داسې دي چې په زندانونو کې مړه شوي، خو نومونه‌یې د خوشې شویو بندیانو په لېست کې دوی ته ورکړل شوي.

ښاغلی مجاهد ادعا کوي چې د افغان حکومت اړخ ته د بندیانو په لېستونو کې د عدم شفافیت له امله ګډوډۍ موجودې دي.

دی زیاتوي: "۷۲ نور کسان دوی [افغان حکومت] زموږ د خوشې شویو په لېست کې لیکلي چې هغه له سره زموږ د لېست خلک نه‌و، بناً د دوی [افغان حکومت] دوه ګونې خبرې چې کېږي د نه‌همغږۍ او عدم شفافیت له امله‌یې دي."

ذبیح‌الله مجاهد وایي، دوی د بندیانو د تبادلې د بهیر په لړ کې تر دې دمه د افغان حکومت ۸۹۸ بندیان او افغان حکومت ورته ۴،۳۵۳ کسان ازاد کړي چې یوازې همدا شمېر تأییدوي.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا چې د بندیانو د تبادلې او خوشې کولو مسؤلیت لري د طالبانو دا ادعاوې ردوي.

جاوېد فیصل

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل ازادي راډيو ته په یوه پیغام کې لیکلي چې د طالبانو ادعاوې بې‌بنسټه دي او ځکه کېږي چې سولې پروسه تخریب شي. ځکه د ښاغلي فیصل په خبره دوی (طالبانو) خپل مسؤلیتونه نه‌دي ترسره کړي.

ښاغلي فیصل ازادي راډيو ته وویل چې دوی تر اوسه د طالبانو ۴،۴۲۸ طالب بندیان خوشې کړي دي.

افغان حکومت هم مخکې ویلي و چې د طالبانو له‌خوا خوشې شوي بندیان ټول امنیتي او حکومتي کارکوونکي نه‌دي عام خلک هم په‌کې دي.

خو د سولې عالي شورا پخواني مرستيال عزیز الله دين محمد په دې باور دی چې دواړه لوري دې په تفاهم سره د مذاکراتو پر وړاندې خنډونه لیرې کړي.

عزیز الله دین محمد

هغه ازادي راډيو ته وویل: "د یوه افغان په توګه چې دې موضوع ته ګورو، که حکومت د دغو بندیانو په خوشې کولو کې نور امتیازات لټوي ښه نه‌ده او که طالبان د دې ۵،۰۰۰ بندیانو نه که یو نه‌خوشې کېږي او مذاکرات ځنډوي ښه نه‌کوي، کېدای شي نور بندیان‌یې د سولې د مذاکراتو په لړ کې خوشې شي، خو مذاکرت دې پیل شي، ځکه له دې سره اوربند، د جګړې کمښت او د افغانستان د ولس د ستونزو حل ته زمینه برابرېږي."

د امریکا او طالبانو ترمنځ د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۲۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې په لاسلیک شوې هوکړه کې راغلي چې له بین‌الافغاني مذاکراتو مخکې باید افغان حکومت د طالبانو ۵،۰۰۰ او طالبان د افغان حکومت ۱،۰۰۰ تنه بندیان خوشې کړي.