د امریکا سنا د کویډ۱۹ سره د مبارزې لپاره پر یو ټریلیون ډالر موافقه وکړه

د امریکا سنا جرګه

د امریکا سنا جرګې د کرونا ویروس له امله د دې هېواد د ځپل شوي اقتصاد د رغونې لپاره د مرستو پر یو ټریلیون ډالرو موافقه وکړه.

خو ډیموکراټان وایي چې د مرستو دغه نوې بسته به ونشي کولای چې د هغو امریکایانو چې د کرونا وبا ډېر زیانمن کړي، لیرې کړي.

د امریکا د کانګرس په سنا جرګه کې جمهوري غوښتونکو د یو ټریلیون ډالرو په اندازه د کرونا ویروس د مرستو یوه نوې بسته وړاندیز کړه.

د مرستو دغه نوې بسته به له امریکایانو سره چې د کرونا وبا له امله یې کارونه له لاسه ورکړي او هم له نورو برخو سره چې دغې وبا اغېزمن کړي، مرسته کوي.

په سنا کې د اکثریت جمهوري غوښتونکو مشر میچ مک کانیل د مرستې وړاندې شوې بسته یو مناسب او په نښه شوی پلان وباله چې تمرکز به یې پر دې وي چې خلک بېرته کارونه پیل کړي او ښوونځي پرانیستل شي.

مک کانیل وویل، یوه د کرونا وبا ده او بله رغونه چې دواړو ته باید پام وشي او زیاته یې کړه چې امریکایان زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

د هغه په وینا اوس چې امریکایان په سختو ستونزو کې راګیر دي دي ته اړتیا ده چې دغه مرستې پراخې، مناسبې او هدف یې معلوم وي.

جمهوري غوښتونکي چې له سپینې ماڼۍ سره پر دغه پلان جوړ راغلي اوس باید له ډیموکراتانو سره روغه جوړه وکړي.

د کانګرس غړي تر فشار لاندې دي چې د هغو میلیونونو امریکایانو اندېښنو ته باید ځواب ووايي چې د روانې جولای میاشتې په ۳۱ دې ته سترګې په لاره دي چې له فدرالي حکومت څخه د بېکارۍ نغدي اضافي مرسته ترلاسه کړي دا له دولتي مرستې بیله ده چې دوی یې ترلاسه کوي.

د دغه نوي پلان له مخې به په نغدي مرستو کې به د پام وړ کمی راشي، په دې معنا چې له شپږ سوه ډالرو څخه به چې اوس یې دوی په اوونۍ کې ترلاسه کوي، هغه به دوه سوه ډالرو ته په اوونۍ کې راکمه شي.

ډیموکراتانو سمدستي دغه پلان ډېر محدود وباله او هغه یې د بل درې ټریلیون ډالرو پلان په مقایسه چې د استازیو جرګې په مې میاشت کې وړاندې کړی او په سناجرګه کې جمهوري غوښتونکو سناتورانو پرې له غور کولو ډډه کړې وه، کمزور وباله.

په سنا کې د ډیموکراتانو مشر چک شومر وویل، د جمهوري غوښتونکو دغه پلان ډېر کوچینی دی او هغه به ونه شي کولای چې د امریکایانو دا اندېښنې چې ایا وبه کولای شي په خپل وخت بیلونه تحویل کړي اوله خپلواپارتمانونو به ونه وایستل شي، سمدستي لیرې کړي.

شومر زیاته کړه چې د جمهوري غوښتونکو پلان ډېر کمزوری دی او د ستونزو د لیرې کولو لپاره یوه قوي ته اړتیا ده.

یو شمېر جمهوري غوښتونکي بیا پر دغه وړاندیز شوي پلان انتقاد کوي او وایي چې مالي اندازه یې ډېره زیاته ده او هغه امریکایان به چې د بېکارۍ نغدي مرستې ترلاسه کوي، دې ته وهڅوي کار ته د بېرته ستنېدو پرځای په خپلو کورونو کې پاتې شي.

مک کانیل وویل د دغه پلان له مخې به اکثره امریکایان ۱۲۰۰ ډالرمرستې ترلاسه کړي او امریکایي فابریکې او کارخانې به وهڅوي چې د چین د تولید شویو د شخصي خوندیتوب د وسایلو پرځای په خپله دغه وسایل او الات تولید کړي.

دغه پلان همداشان هغه شرکتونه د پنځو کلونو په مخه له کرونا سره په تړاو دعواو څخه خوندي کولو چې همکاري کوي او نژدې دېرش میلیارډ ډالر هم په کې پوځ او دفاعي صنعت ته ځانګړې شوې دي.

دغه راز کوچینیو شرکتونو او نورو هغو ته چې فصلي یا په هغو ځایونو کې چې عاید یې کم دي، فعالیت کوي، د سلګونو ملیارډ ډالرو پور په پام کې نیول شوی دی.

د امریکا حکومت تراوسه درې اعشاریه اوه ټریلیون یعنې درې زره او اوه سوه میلیارډ ډالر د کرونا وبا له امله د دې هېواد د ځپل شوي اقتصاد د رغولو لپاره مصرف کړي دي.

کرونا وبا چې له امله یې اقتصادي فعالیتونه درول شوي اوخلکو ته ویل شوي چې په کورونو کې پاتې شي، په دې وروستیو کې د امریکا ډېرو ایالتونو کې په چټکې د خپرېدو په حال کې ده.