امریکايي پولیس په هیوسټن کې په زوره د چین کونسلګرۍ ته ننوتي

U.S. -- Vehicles pass by the China Consulate General in Houston, Texas, July 22, 2020

د امریکا په هیوسټن کې پولیس وروسته تر دې د چین کونسلګرۍ ته په زور ننوتلي چې چینایي ډيپلوماتان له دې ودانۍ ووتل.

د امریکا امنیتي چارواکي په داسې حال کې په هیوسټن کې د چین کونسلګرۍ ته په زور ننوتي چې کارکوونکو ترې خپل شیان ټولول او وتل.

څنګ ته یې اعتراضیانو د خوښۍ چیغې وهلې.

دا کار د واشنګټن او بېجینګ د خپلمنځي اړیکو له خرابېدو سره هم مهاله شوی دی.

چین وایي، د دوی او امریکا په ډيپلوماتیکو اړیکو کې رامنځته شوی جنجال هغه څه نه دی چې بیجینګ یې غوښتنه کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغو ټولو کارونو مسئولیت امریکا ته متوجه دی.

په ځوابي اقدام کې چین په خپل جنوب لویدیځ ښار چینګدو کې د امریکا د کونسلګرۍ د تړلو امر کړی، خو داسې ضرب الاجل یې نه دی اعلان کړی چې امریکایي کارکوونکي باید تر کومې نېټې له دې ځایه ووځي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوی دا اقدام مشروع او اړین او په ورته وخت کې د دوی په ټکو د امریکا د بې مسئولیته اقدام ځواب دی.

د چین او امریکا اړیکي له پخوا هم خړ پړ وو، خو د جولای په یوویشتمه هغه وخت لا ترینګلي شول چې امریکا په هیوسټن کې د چین د کونسلګرۍ د تړلو امر وکړ.

امریکایي چارواکو وویل، په هیوسټن کې د چین کونسلګري د جاسوسۍ او د معنوي مالکیت د غلا مرکز دی.

په واشنګټن کې د عدلیې وزارت یوه لوړپوړي چارواکي خبریالانو ته ویلي، په هیوسټن کې د کونسلګرۍ تړنه، کوم ناببره یا تصادفي ګام نه و.

دغه چارواکي وایي، دغې کونسلګرۍ کې فعالیتونه دې کچې ته ورسېدل چې نور امریکا ته د منلو نه وه.

امریکایي چارواکو د غه اقدام په اړه وړاندې ویلي، یو سنګاپوری وګړی د دې لپاره مجرم پیژندل شوی چې له خپل سیاسي امتیازه په ګټې اخیستو یې په ناقانونه توګه د چین استخباراتو ته جاسوسي کوله.

چارواکي وایي، دغه کس د امریکا د حکومت او پوځ له چارواکو استخباراتي معلومات ترلاسه کول.

پر دې سربیره امریکایي چارواکو دې وروستیو کې څلور چینایي څېړونکي ونیول چې د امریکا د ویزې اخیستو لپاره یې درغلۍ کولې.

دغو څیړونکو د محصلۍ ویزې ته د غوښتنیلیکونو پر مهال د چین د خلکو له پوځ سره د اړیکو د پټولو هڅه کړې ده.

د چین او امریکا اړیکي د کرونا ویروس د خپرېدو پر سر، په هانګ کانګ کې د حقونو او ازادیو د محدودېدو او د سوداګرۍ اړوندې لانجې پر سر خراب شوي دي.

واشنګټن د دې لپاره هم پر چین فشار زیاتوي چې چینایان په شینجیګ سیمه کې له څه باندې یو میلیون ایغور مسلمانانو سره په زورزیاتي او د هغوی د حقونو په سرغړونې تورنوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون وویل، متحد هېوادونه باید د نړۍ په کچه د چین د قدرت غوښتونکي نیت په وړاندې ودرېږي او له چین سره د اړیکو په یوې نوې لارې فکر وکړي.