افغان حکومت: پر کونړ وروستي توغول شوي راکټونه بې ځوابه نه پاتې کېږي

د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ ته د حمدالله محب د سفر یو انځور

د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار د ډیورند کرښې ته څېرمه سیمه کې د ورستیو توغول شویو توغندیو په اړه ویلي دا به بې ځوابه پاتې نه شي.

حمدالله محب نن سهار د کونړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ ته چې د ډیورنډ کرښې ته نږدې ده د سفر پر مهال پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي وویل: "دښمن غواړي د دغو راکټونو په توغولو د جنګیالیو تر ولکې لاندې سیمو ته پراختیا ورکړي."

په داسې حال کې چې د ډيورنډ کرښې څېرمه سیمه کې په دې ورستیو کې راکټونو راغلي، د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د افغانستان د ختیځو ولایتونو نه په لیدو بوخت دی.

نوموړی نن سهار د کونړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ ولاړ، هغه د ورستیو توغول شویو راکټونو د قربیانونو کورونو ته ورغی او هلته یې له دغو کسانو سره غمرازي وکړه.

د دغو کورنیو څو تنه غړي د راکټونو له امله وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.

که څه پاکستان تر دې دمه د دغو راکټونو رسمي پړه نه ده منلې خو ښاغلي محب په تلویحي او پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي وویل، پر کونړ ولایت وروستۍ راکټي حملې به بې ځوابه پاتې نه شي.

محب کونړ کې د قربانیانو کورنیو سره د خبرو پرمهال

هغه زیاته کړه: "دښمن باید په دې پوه شي چې موږ د خپلې خاورې به وجب وجب دفاع کوو، که هغوی فکر کوي چې دلته راکټونه راتوغوي بې ځوابه به پاتې نه شي، دا یې یو خوب او خیال دی، کونړ له تېرو اتلس کلونو راپدېخوا د داسې حملو شاهد دی، دښمن په بېلابېلو پلمو دلته راکټونو راتوغوي او غواړي د جنګیالیو د ولکې سیمو ته وسعت ورکړي."

ښاغلی محب زیاتوي: "دښمن غواړي په دغو راکټي حملو د په افغانستان کې پوستې جوړې کړي."

نوموړي د کونړ ولایت د ورستیو راکټي حملو د قربانیانو له کورنیو سره په لیدو په ترڅ کې ستاینه وکړه او له هغوی سره همدري وکړه.

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې عایشې فاروقي خبریالانو ته ویلي چې په دې اړه معلومات نه لري.

هغې ویلي د معلوماتو له بشپړېدو سره به په دې اړه د دغه وزارت له ادرسه به یوه خبرپاڼه خپره کړي.

ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان له لوري جوړه شوې دروازه

په همدې حال کې د کونړ ولایت سرپرست والي ګل محمد بیدار د راکټي بریدونو پر وړاندې دفاع د امینتي سرتېرو شهامت وباله او ستاینه یې ترې وکړه.

بیدار زیاته کړه: "سرحدي ځواکونو او ملي اردو په دې غرونو کې شپې او ورځې تېرې کړي او د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ یې دفاع وکړه، کله کله خو لا داسې هم شوي چې د نړیوالو او کورنیو ترهګرو ډلو له خوا راکټونو توغول شوي امنیتي ځواکونو د خلکو په ملاتړ ترې دفاع کړې ده."

دا په داسې حال کې ده د افغان چارواکو په خبره، ډیورنډ کرښې ته څېرمه له هغو لوري راکټي حملې زیاتې شوي دي.

آرشیف، کونړ

د سیمه ییزو چارواکو په خبره، د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د کونړ ولایت د اسعد اباد او سرکاڼو ولسوالیو کې د راکټي حملو له امله ۸ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د ډيورنډ کرښې هاخوا د راکټي حملو نه لس کاله کېږي چې د افغانستان ختیځو سیمو کې کله کله زیاتېږي.

تر دې وړاندې د افغانستان د ختیځ سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په ځينو مسایلو کې دغو راکټي حملو ته ځواب هم ورکړل شوی دی.