د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د کانکور ازموینې پيل شوې

په غور ولایت کې د کانکور ازموینه

بالاخره د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي له امله د کانکور ځنډول شوې ازموینې پیل شوې.

د افغانستان د ازموینو ملي اداره وايي نن یکشنبه «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۲۹» په ۱۷ ولایتونو کې د کانکور د ازموینې بهیر په رسمي ډول پيل شو.

دغه اداره وايي چې ازموینه په پنځو پړاونو کې اخیستل کېږي چې وروستۍ به‌یې د سنبلې میاشتې په پيل کې په کابل کې په څو پړاونو کې واخیستل شي.

د دغې ادارې د نشرانو او عامه اړیکو مسؤل نسیم سهار ازادي راډيو ته وویل چې سږ کال به د دولسمو ټولګیو دوه لکه او ۱۰ زره داوطلب فارغان د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړي.

ښاغلي سهار ازدي راډيو ته وویل: "نن ورځ په ۱۷ ولایتونو کې د کانکور ازموینې پروسه عملاً پيل شوه، روان کال به دوه لکه او ۱۰ زره داوطالبان د کانکور په ازموینه کې ګډون کوي چې له دې شمېر ۵۳ زره ۲۲۷ تنه‌یې نجونې او پاتې هلکان دي."

ښاغلی سهار وايي چې کندهار، دایکنډي، کندز، غور، نیمروز، فراه، سمنګان، کونړ، بادغیس، پکتیکا، زابل، پنجشېر، لوګر، سرپل، وردګ، نورستان او ارزګان ولایتونو کې د کانکور ازموینه پیل شوې چې ۴۱ زره ۶۹۳ تنه چې ۱۰،۳۴۷ تنه‌یې نجونې جوړوي ګډون کړی.

د ازموینو ملي اداره وايي چې د کانکور د ازموینې د اخیستو پر مهال د کرونا ویروس د مخنیوی لپاره د عامې روغتیا وزارت ټولې سپارښتنې په پام کې نیول شوي.

د کرونا ټسټ ټیوب

په ورته وخت کې د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت وايي چې روان کال دغه وزارت د یو لک او ۴۷ زره محصلانو د جذب وړتیا لري.

د دغه وزارت ویاند عزیز احمد اوریا په دې اړه ازادي راډيو ته وویل چې دغه کسان به په بېلا بېلو برخو کې جذب شي.

دی وايي: "د کانکور په داوطلبانو کې یو لک او ۴۶ زره تنه په دولتي سکټور کې جذبېږي، جذبېدونکي کسان به پوهنتونونو، د نیمه لوړو زده‌کړو مؤسسو او دارالعلومونو ته لاره پیدا کړي."

ښاغلی اوریا وايي چې شااخوا ۶۶ زره د دولسمو ټولګیو فارغان به پوهنتنونونو او د لوړو زده‌کړو په مؤسسو، ۴۳ زره به په نیمه لوړو زده‌کړو مؤسسو، ۱۹ زره به د دیني برخې دارالعلومونو، ۹ زره به د شپې په پوهنځیو او نور به د لوړو زده‌کړو په بېلابېلو نورو برخو کې جذب شي.