اروپايي ټولنې د ځپل شوي اقتصاد بیا رغېدنې په هدف هڅې پیل کړي

اروپايي مشران له تېرې آنلاین غونډې راهیسې تراوسه د ځینو مسایلو پر سر سره وران دي.

د اروپايي ټولنې د غړیو هېوادونو ۲۷ مشران نن د جمعې په ورځ (د جولای په اوولسمه) په یوه سرمشریزه کې راټولېږي.

دا به د فبروۍ میاشتې راهيسي لومړۍ لویه سرمشریزه وي چې په کې ګډونوال مخامخ خبرې کوي.

دا سرمشریزه به دوې ورځې دوام وکړي.

د دې غونډې مشري د اروپايي کمېسیون رئیس چارلس میشل کوي.

د ده په پلان کې د اقتصادونو بېرته پر پښو درولو په هدف د ۷۵۰ میلیارده یورو مرسته شامله ده.

په دغه پلان کې ۲۵۰ میلیارده د پور په برخه کې او ۵۰۰ میلیارده مالي مرستې په پام کې نیول شوي.

د دې تر څنګ به د اروپايي ټولنې اووه کلنه بودجه هم چې ۱۰۷۴ میلیارده یورو کېږي او له ۲۰۲۱ میلادي کال څخه تر ۲۰۲۷ کال پورې ده، په راتلونکو څو اوونیو او میاشتو کې د اروپايي ټولنې د مشرانو د خبرو موضوع وي.

ښاغلي میشل په بلنلیک کې د اروپايي ټولنې ۲۷ مشرانو ته لیکلي: "یوې موافقې ته رسېدل به د ټولو لوریو لپاره یو سخت کار وي او دا کار هر اړخیزه سیاسي ژمنتیا غواړي، اوس یې وخت راغلی، ودا یوه مهم توافق دی."

ده زیاته کړې: "موږ اړتیا لرو چې د حل لارې ولټوو او د خپلو خلکو د پراخې ګټې لپاره یوې موافقې ته ورسېږو."

خو د بلجیم پلازمینې ته د مشرانو ورتګ ته ډېره خوشبیني نه تر سترګو کېږي.

ویل کېږي چې د اروپايي ټولنې ټول مشران د کرونا ویروس له کبله د زیانمنو شویو اقتصادونو د ژغورنې له پلان سره موافق نه دي.

اروپايي ټولنه د کرونا ویروس د بحران له کبله له تاریخي اقتصادي زیان سره مخامخ شوي او چارواکي یې له دې بحرانه د خپلو اقتصادونو د ایستلو لپاره پلانونه جوړوي.

خو یو شمېر لکه د ندرلنید صدراعظم مارک روتې نه غواړي پرته له شرطونو د خپل هېواد له جنوبي ګاونډيانو سره مالي مرسته وکړي.

ځیني نور بیا د دې پلان ملاتړ کوي او وايي چې د اروپايي ټولنې هېوادونه باید په دې ستونزمن وضعیت کې باید د یو بل تر څنګ ودرېږي.

د لوګزامبورګ صدراعظم هاویېر بیتیل د پنجشنبې په ورځ رويټرز خبري اژانس ته داسې ویلي: "یووالی زموږ د ټولو په ګټه دی، که ايټالیا یا هسپانیه د اقتصادي بحران له کبله سقوط کوي یا وروسته له ټولنیز بحران سره مخامخ کېږي، دا د نورو ټولو هېوادونو په ګټه نه ده، موږ باید یو موټی پاتې شو، د دې پلان هدف دا دی چې نن به موږ لږ څه نورو هېوادونو ته ورکړو چې سبا تر دې هم ډېر څه تر لاسه کړو."

اروپايي ټولنه په داسې حال کې د خپلو ګاونډیانو د اقتصادونو بېرته پر پښو درولو خبرې کوي چې په امریکا متحده ایالاتونو کې په ۲۴ ساعتو کې د کرونا ویروس ۷۷۰۰۰ نوې پېښې ثبت شوي او زر کسان مړه شوي دي.

روغتونونه له ناروغانو ډک شوي او وېره شته چې نور خلک به هم مړه شي.

په برازیل کې هم تر دوه میلیونه زیاتې نوې پېښې او په هندوستان کې ټولې پېښې تر یو میلیون زیاتې شوې دي.