د اذربایجان او ارمنستان پر پوله نن بیا جګړه پيل شوه

د ارمنستان ځواکونه

د اذربایجان او ارمنستان پر پوله تر یو ورځني ډزبند وروسته نن بیا جګړه پيل شوې ده.

د نننۍ جګړې د تلفاتو په اړه تر اوسه جزئیات نه‌دي خپاره شوي، خو په لومړیو درېیو ورځو کې ۱۵ پوځیان او یو ملکي کس دواړو خواو ته وژل شوي.

د اذربایجان او ارمنستان په سرحدي سیمه کې د نن سهار د جګړې د بیا پیل په اړه دواړه لوري یو بل په پاروونکو اقداماتو تورنوي او وايي چې په سرحدي پوستو او کليو یې راکټي بریدونه او ډزې شوي.

د ایران په شمال کې د دغو دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ جګړه په اصل کې له تېرې یکشنبې پیل شوې وه. علت‌یې دا ښودل شوی و چې د اذربایجان یو پوځي ګاډی یکشنبه د ارمنستان خوا ته ورغلی و.

ارمنستان کې یو کور چې اوسېدونکي یې ادعا کوي د اذربایجان په حمله کې ویجاړ شوی

په درېیو ورځو جګړه کې چې دواړه خواو له سپکو او درنو وسلو کار اخیست چې د دواړو خواوو په وژل شویو کې یو اذربایجانی جنرال هم شامل دی.

د ارمنستان د دفاع وزارت ویاندې شوشان سټیپانیان نن په خپل فېس‌بوک لیکلي چې پوځیانو یې د اذربایجاني سرتېرو برید دفاع کړی او هغوی ته‌یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

سټیپانیان زیاته کړې جګړه لا هم روانه ده، خو د دې په خبره چې د ارمنستان پوله‌ساتي ځواکونه به د اذربایجان پاروونکي اقدامات شنډ کړي.

د ارمنستان د تاوش والي هایک چوبانیان د ازادې اروپا/ ازادي راډیو ارمني سرویس ته ویلي چې نه‌یوازې د سرحدي ښار برد کلي تر برید لاندې راغلي، بلکې په ښار باندې هم د اذربایجان له‌خوا توغندي لګېږي. هغه ډاډ ورکړ چې خلکو ته تر دې دمه زیان نه‌دی رسېدلی او ټول د خپلو کورونو یا ټاکلو ځایونو تاکاوۍ یا زيرخانو ته ښکته شوي دي.

د ارمنستان او اذربایجان یوه پر پوله پروت کلي ته څېرمه د سولې لپاره دعا

اخوا د اذربایجان پوځ بیا ارمنستاني پوله‌ساتي ځواکونه تورنوي چې پاروونکي اقدامات‌یې وکړل او د نننۍ نښتو د پيل لامل شول.

د اذربایجان دفاع وزارت ویلي چې د ارمنستان ځواکونو د دوی په سرحدي کلي تاووز کې چې د ارمنستان له تاوش ولایت سره ګډه پوله لري برید کړی دی.

د اذربایجان چارواکو د نننۍ جګړې په اړه له دې زیات جزئیات نه‌دي ورکړي.

د اذربایجان او ارمنستان د لانجو او سیمه‌ییزو مسایلو یوه مسکو مېشتي سیاسي څارونکي ارکادې دونبوو د ازادې اروپا/ ازادي راډیو کرنټ ټایم ته ویلي چې احساسات په دواړو خواو کې زیات دي او په ډېره وړه خبره هم جګړه پیلوي.

ده زیاته کړه: "که چېرته د هرې خوا د سیاسي-پوځي برخې کوم غړی غواړي چې خپله وطندوستي ښکاره کړي او د وطن د دفاع ننداره وړاندې کړي، نو سمدستي وضعیت کړکېچن کوي."

د شخړې نوي پړاو په چټکۍ په دواړو هېوادونو کې د ملت‌پالنې قوي احساسات رامنځته کړي او خلک د خپلو پوځیانو په ملاتړ شعارونه ورکوي.

د کرونا پر وړاندې مبارزه کې د اذربایجان جمهوریت له‌خوا لګېدلو بندیزونو سره سره، د باکو کوڅې د سې شنبې په ورځ د قهرجنو خلکو څخه ډکې وې، او پولیسو یې د خورولو لپاره څو تنه ونیول.

د اذربایجان ولسمشر الهام علي‌اف ګواښ کړی و چې د ارمنستان کارونه پاروونکي دي او د اذربایجان پوځ به د خپل هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي.

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان بیا خبرداری ورکړی چې د اذربایجان کړنې به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي.

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان

ترکیه چې له اذربایجان سره فرهنګي او قومي ګډې ریښې لري له باکو خپل کلک ملاتړ ښودلی، خو اخوا امریکا او روسیې د اذربایجان او ارمنستان تازه جګړه غندلې او له دواړو لورو یې غوښتي چې له حوصلې کار واخلي.

اذربایجان او ارمنستان له ۳۲ کلونو راهیسې د سرحدي سیمې نګورنو قره‌باغ په سر له یو بل سره لانجه لري. په دواړو خواو کې په دې درې لسیزو کې شااوخوا ۳۰ زره کسان مړه شوي. دا سیمه د اذربایجان خاوره بلل کېږي چې په‌کې اکثر ارمني توکمي اوسي او د ارمنستان له‌خوا اداره کېږي.